طالبانو سعودی ته خبردارے ورکړ
Aug 08, 2017 12:57 Asia/Kabul
د افغانستان طالب ډلې سعودی ته خبردارے ورکړ.
د کابل نیوز ټیلی ویژنی چېنل د رپوټ له مخې طالب ډلې ته د ترهه ګرې ویلو په اړه په کابل کښې د سعودی د سفارت د سرپرست له څرګندونو وروسته دغې ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره د هغه د څرګندونو په اړه ردعمل څرګند کړ.
طالب دلې له سعودی وغوښتل چې د دغې ډلې په ترهه ګرې بللو سره له دغې ډلې سره د افغان حکومت د سولې په چلند کښې دې خنډونه نه رامنځته وی.
له دې مخکې سعودی له طالب ډلې سره ښه او سم تعلقات لرل او له هغو هېوادونو څخه یو هېواد ؤ چې طالب ډله یې په رسمیت پېژندلې وه.
ټیګونه