پاکستان اوافغانستان دې په لوړه سویه سیاسی اوامنیتی ستونزې هوارې کړی
محمد محقق د افغانستان او پاکستان تاریخی، کلتوری او مذهبی اړیکو ته په اشارې سره وویل، څومره چې پاکستانیان د مشرق له شاعر علامه اقبال سره مینه لری، همدومره یې افغانان هم ورسره لری.
زمونږخبریال راپورارکړ د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائي شورا دمشر مرستیال محمدمحقق بیګا په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد د خپلواکۍ د اويايمې کليزې د نمانځنې په دستورو کې په یولړ څرګندونو کې روښآنه کړې پاکستان هم دافغانستان په څير دترهه ګرۍ قرباني دی، نوځکه باید دواړه هیوادونه د دغې سپیرې بلا په ضد په لوړه کچه او په جدی توګه په ګډه مبارزه وکړي څو درسته سیمه په تیره بیا دواړه هیوادونه له دغې سپيرې بلا خوندي شي
راپورښئ په دغو دستورو کې د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د سرحدونو او کډوالو چارو وزيرانو، د ملي شورا لسګونو غړو، د سياسي او جهادي ګوندونو مشرانو، د سولې عالي شورا مشرانو او غړو، د مدني ټولنې غړو او په کابل کې مېشتو پاکستاني وګړوهم ګډون درلود.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق چې په دې مراسمو کې ځانګړى مېلمه و، د افغانستان د حکومت او خلکو له اړخه د پاکستان حکومت او خلکو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه.
هغه د افغانستان او پاکستان تاريخي، کلتوري او مذهبي اړيکو ته په اشارې سره وويل، څومره چې پاکستانيان د مشرق له شاعر علامه اقبال سره مينه لري، همدومره یې افغانان هم ورسره لري.
محقق د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال د مرستو او د ميليونونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله له پاکستان مننه وکړه او وې وئيل ،افغانان به هېڅکله د پاکستان دا مرستې اوملګرتیاوې هېرې نه کړي .