ټرمپ ته د طالبانو لیک
داسې نه ښکاری چی د افغانستان ولس له طالبانو دامریکا د نصیحت یا ارشاد تمه ولرلې شی ، ځکه چی طالبان پخپله د افغانستان د خلکو او قانونی حکومت پرضد په خپل کړچار او حملو سره په افغانستان کې د امریکایی نیواکګرانو د شتون زمینه جوړونکی دی
د طالبانوډلې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په یوه لیک کې په خطاب کې ویلی دی چی په افغانستان کې د دغه هیواد ۱۶ کلن پوځی شتون په هیواد کې ناامنۍ ، بې ثباتي او اداری فساد ته لمن وهلی ده .
د طالبانو په لیک کې ټینګار شوی امریکا د افغانستان د نیواک او د زرګونو ملکیانو د وژلو په علت د دغه هیواد په خلکو کې منفوره ده . د افغانستان طالبان تل د مذهبی عیدونو په شمول په بیلا بیلو پلمو د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې لیکونه خپروی او ځان د افغان ولس د جان او مال په وړاندې مسولیت منونکی ښئ او د هغو د حقوقو د دفاع ادعا کوی .
ټرمپ ته د طالبانو د لیک په اړه هم څو مسلې د پام وړ دی . لومړې دا چی کاملا جوته نده چی دا لیک د طالبانوله کومې برخې صادر شوی ځکه چی دغه ډله د ملاعمر له مړینې او په افغانستان کې د دادعش د ترهه ګرې ډلې له ظاهریدا وروسته په څوبرخو ویشل شوی ده . دوهم دا چی دا لیک هغه وخت خپور شو چی د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د ملکیانود بوږنونکی وژلې جنایت په افغانستان کې د طالبانو ډلې پرضد د کرکې او غوسه څپه راپارولی ده او د دغه لیک خپرول د طالبانو پرضد د فضا د بدلولو په لړ کې وبلل شی . دریم دا چی طالبان په داسې حال کې ځان د افغان ولس له حقوقو ددفاع مدعیان معرفی کوی چی نیغ په نیغه یا په غیر مستقیم ډول د ملکیانو په وژلو کې لاس لری او د افغانستان د نیواک د دوام یو مهم دلیل د افغانستان د سولې له بهیر سره د طالبانو نه یو ځای کیدا ده چی امریکا ته مناسبه پلمه په لاس ورکوی . ټرمپ ته د طالبانو د لیک په اړه څلورمه پام وړ موضوع دا ده چی د افغانستان زیاتره چارواکو او عالمانو له افغان دولت سره د جنګ د دوام د پایلو په اړه طالبانو ته خبردارې ورکړی دې . خو دغه ډله نه یوازې هغو ته پام ندې کړی بلکې د لیکونو په خپرولو سره چی یوازې له څو ډلو کیدو اوهغو جنایتونو د عمومی افکارو د غړولو په هدف ترسره کیږی ، له هغه وضعیته د خپل ځان د تبریه کولو په لټه کې دی چی له مخکې زیات د افغان ولس لپاره ډګر تنګوی .
د ننګرهار ولایت یو عالم مولوی عبد الظاهر حقانی وایی په افغانستان کې جنګ د نورو هیوادونو په تیره بیا د امریکا په ګټه دې . له طالبانو غواړو چی په افغانستان رحم وکړی او د سولې له بهیر سره یو ځای شی . طالبان چی ځان په افغانستان کې د پښتون قوم استازی بولی ، د سولې له بهیر سره په مخالفت او د خونړیو حملو په دوام سره د پښتانو راتلونکې نسل له ځانه کرکې کولو ته مجبوروی ، ځکه چی په دې باور دی طالبان له خپلو ادعاګانو سره سره چی د افغان ولس د ګټو د ساتلو او امنیت د تامینولو لپاره لری ، نه یوازې کومه هڅه نه کوی بلکې پخپله په افغانستان کې د ناامنۍ او کړکیچ په عامل بدل شوی دی .
د افغانستان پخوانې ولسمشر حامد کرزی هم ویلی دی طالبان باید د افغانستان د له مینځه وړلو په ځای خپلې وسلې د هغو ځایونو پرضد وکاروی چی پکې هیواد پرضد دسیسه کیږی .
په هر حال داسې نه ښکاری چی د افغانستان ولس له طالبانو دامریکا د نصیحت یا ارشاد تمه ولرلې شی ، ځکه چی طالبان پخپله د افغانستان د خلکو او قانونی حکومت پرضد په خپل کړچار او حملو سره په افغانستان کې د امریکایی نیواکګرانو د شتون زمینه جوړونکی دی او که طالبان واقعا په هیواد د سولې او امنیت او د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتونکی دی باید د افغانستان د سولې له بهیر سره یو ځای شی او د ملی وحدت او اتحاد د پیاوړتیا په مټ د دغه هیواد د راتلونکیو نسلونو لپاره روښانه راتلونکې برابر کړی .