د افغانستان د جنګ عامل امریکا یا پاکستان ؟
د افغانستان حکومت له اقتصادی پلوه دومره په امریکا متکی او د هغې تر حکم لاندې دې چی ښه پوهیږی د افغانستان د جنګ د دوام اصلی عامله پخپله امریکا ده خو معمولی شانته اعتراض هم نه کوی
دتهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان د ملی امنیت کمیټۍ په هغه غونډه کې چی پرون په اسلام اباد کې د دغه هیواد د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په مشرۍ ترسره شوه ، د افغانستان د سولې له پروسې د اسلام اباد د ملاتړ په دوام ټینګار وشو . په دغه غونډه کې همداراز د سیمې د حالاتو او همداراز له افغانستان او هند سره د دغه هیواد د سرحدی وضعیت د حالاتو په اړه هم بحث وشو .
دا په داسې حال کې دی چی له دغې غوندې مخکې د پاکستان د خارجه وزارت مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه د تیرې نهې په ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د اشرف غنی او خارجه وزارت د چارواکو په شمول یې له افغان دولتی مقاماتو سره کتنه وکړه او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او سولې د پروسې په اړه د خپل هیواد په ژمنو ټینګار وکړ خو د افغانستان په پارلیمان کې د نړیوالو اړیکو د کمیشن ځینو غړیو د پاکستان د ژمنو او کابل ته د میرمن جنجوعه په سفر غبرګون وښوده او ویې ویل چی پاکستان په دغه ډول اقداماتو سره غواړی چی نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکړی . د دغه کمیشن یوه غړی ارین یون وویل چی پاکستان په دغه ډول اقداماتو سره کوشش کوی چی نړیوالې ټولنې ته وښئ چی دغه هیواد په افغانستان کې د جنګ په ختمولو کې ډیر جدی دې .
له بلې خواافغان ولسمشر اشرف غنی هم له میرمن تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې له هغې وغوښتل چی د افغان دولت او ملت دا پیغام د پاکستان لوړ رتبه چارواکو ته ورسوی چی پاکستان باید د یوه دریم هیواد تر څارنې لاندې په خپلې خاورې کې د ترهه ګرۍ پرضد جدی اقدامات ترسره کړی .
تهران راډیو د ټیلی فون په لیکه په دې باره کی د افغانستان د چارو د تکړه کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل کله چی افغان دولت د وحدت ملی حکومت تر نوم لاندې تازه جوړ شو ، نو لومړې ګام یې پاکستان په لور په نږدې کیدا سره پیل کړ تر څو کیدلې شی له دې لارې پاکستان قانع کړی چی په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلی خو کله یې چی کومه نتیجه ورنکړه ، نو له هندوستان سره نږدې شو او دا نږدې والې او اړیکی دومره پراخې شوې چی د دې سبب شوې چی پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د هند په شتون اعتراض وکړ او ویې ویل هغه پاکستانی طالبان چی په افغانستان کې شتون لری د هند لخوا د پاکستان پرضد کارول کیږی . له بل پلوه یې په افغانستان کې خپلې لاس وهنې هم زیاتې کړې .ښاغلی مژده همداراز په افغانستان دولت د نیوکې په ترڅ کې وویل هغه امنیتی تړون ته په پام سره چی د کابل او واشنګټن ترمینځ لاسلیک شوی دی ، افغان دولت د دې پر ځای چی له امریکا وغواړی د دغه تړون په اساس پاکستان په افغانستان کې له پوځی لاس وهنو منع کړی بیا بیا یې له پاکستانه غواړی چی ترهه ګرۍ پرضد جدی اقدامات وکړی ، په داسې حال کې چی پاکستان هر څه په افغانستان کې کوی د امریکا په اجازې یې کوی .د ښاغلی مژده په وینا د افغانستان حکومت له اقتصادی پلوه دومره په امریکا متکی او د هغې تر حکم لاندې دې چی ښه پوهیږی د افغانستان د جنګ د دوام اصلی عامله پخپله امریکا ده خو معمولی شانته اعتراض هم نه کوی او حتی د روسیې په دریځونو چی له امریکا یې غوښتی دی له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د ماتې په خاطر له افغانستانه ووځی ، غبر ګون وښوده او ویې ویل چی په افغانستان کې د امریکا شتون له ترهه ګرۍ سره د جنګ په خاطر ډیر مهم دې .
عاشق حسین طوری