خپلواکی ټولنې ته درنښت ورکوی او درناوې ترې غواړی
ځینې ورځې او ویاړونه داسې وی چې د کیفیت د بیانولو لپاره یې توری جوګه نه وی او یوازې ژوندی،ویښ او پوه وجدانونه یې احساسولای شی او خپلواکی هم همداسې یو ویاړ دی.
زمونږ د شناندی په وینا،خپلواکی هم یوې ټولنې ته احترام وربخښی او په مقابل کښې درنښت هم ترې غواړی چې درناوی یې وشی او احترام یې دا دی چې باید له غلامی کرکه ولرل شی.افغانانو په تیره شنبه یا خالی ورځ د انګلستان له ښکیلاکه د خپلواکې د اته نویمې کلیزې په مناسبت جشن ولمانځه.خو له بده مرغه د امنیتی حالاتو او نورو ستونزو په خاطر په رسمی توګه د آزادی د جشن لمانخنې مراسم کال په کال پیکه کیږی خو افغان ملت لا هم هماغه اراده،انګیزه او میړانه لری چې پلرونو او نیکونو یې درلوده.په طبیعې توګه افغانان خپلواکۍ خوښوی څکه چې آزاد ژوند یې کړی او د غلامی ژوند تجربه نه لری.
څو میاشتې وړاندې آمریکائی رسنیو د یوه مهم شخصیت له قوله ولیکل چې افغانستانه له کوم دلیله پرته د امپراتوریو هدیره بلل شوی نه ده،آمریکا باید یو څه د دغه هیواد تاریخ مطالعه کړی چې په دغه هیواد کښې امپراتوری نسکورې شوی او له مینځه تللی دی.په افغانستان کښې زبرځواکونه په ګونډو شوی دی او آمریکا له داسې تاریخی تجربې د ژغوریدا لپاره باید خپل پوځیان له دغه هیواده وباسی.
دلته دغه پوښتنه مطرح ده چې هغو افغان دولتی چارواکو ته په پام سره چې پر خپل ملت د تکیه پرځای له بده مرغه د آمریکا ارادې ته تسلیم او د سیاست یې پیروی کوی،آیا په دغه ډول حالاتو کښې دا امکان لری چې افغانستان د آمریکا د امپراتوری په هدیرې او قبرستان بدل شی؟
د افغانستان د خپلواکی د اته نویمی کلیزې جشن په داسې حال کښې تر سره شو چې ورسره هم مهاله د آمریکا د اولسمشر ټرمپ امنیتی او پوځی ټیم د افغانستان د برخلیک په باب په کیمپ ډیویډ د پریکړی په خپلولو بوخت ؤ او پکښې هیڅ یوه افغان چارواکی برخه نه درلوده.نو تر څو چې د یوه ملت ویاړ،احساس او میړانه د خپل هیواد په سیاست او واکمنی کښې دخیله نه وی،عمومی خلک به قربانی ورکوی او د واقعی خپلواکی لپاره به جنګیږی او پر هیواد واکمن سیاستوالان به د هغوئ په بهیدلی وینې معاملې کوی او بالاخره پایله به دا کیږی چې تاریخ به تکرار شی چې له هرې غمیزې وروسته به یوه ویاړمنه ورځ د افغانستان په تاریخ کښې ورزیاته شی.