چین او پاکستان په افغانستان کې دسولې اوامنیت دټینګولولپاره هڅه کوی
دپاکستان دخارجه وزارت قایمقامې میرمن تهمینه جنجوعه چین ته په سفر او له چینی چارواکو سره په کتنو کې په افغانستان کې دتل پاتې سولې اوثبات دراوستو لپاره داسلام اباد بیجینګ پر ګډو هلوځلو ټینګار وکړ .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ میرمن جنجوعه تیره اونۍ هم داسلام اباد کابل داړیکو د ښه کولو او په افغانستان کې د سولې له بهیر سره دمرستې په موخې سره له افغان چارواکو سره سلامشورو او خبرواترو لپاره دغه هیواد ته سفر کړی ؤ .
په داسې شرائطو کې چط دسیمې هیوادونه دافغانستان د شخړې دختمیدو لپاره دسوله ایزې حل لارې په موندلو پسې دی ، امریکا په افغانستان کې دخپلو عسکرو په زیاتولو سره نیّت لری ، د دغه هیواد ناکراریو اوبې ثباتیو زیاتولو ته لمن ووهی څو په دغه جنګ ځپلی افغانستان کې شخړې او ترینګلتیاوې دوام وکړی او دوی هم خپلو سپیرو موخو ته ورسیږی ، چې باید افغان چارواکی دې دامریکایانو په دغو سپیرو دسیسو خپل سرونه خلاص کړی .