ایا امریکا غواړی د افغانستان جنګ ختم شی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i55072-ایا_امریکا_غواړی_د_افغانستان_جنګ_ختم_شی
که د امریکا نوی سټراټیجۍ او همداراز د ټرمپ په شمول د امریکا د لوړ رتبه مقاماتو څرګندونو ته لږ پام وکړو ، نو هر سړې چی عقل ولری ، ددغې سټراټیجۍ په اصلی ماهیت او د امریکا په اصلی نقشو پوهیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 08:00 Asia/Kabul
  • ایا امریکا غواړی د افغانستان جنګ ختم شی ؟

که د امریکا نوی سټراټیجۍ او همداراز د ټرمپ په شمول د امریکا د لوړ رتبه مقاماتو څرګندونو ته لږ پام وکړو ، نو هر سړې چی عقل ولری ، ددغې سټراټیجۍ په اصلی ماهیت او د امریکا په اصلی نقشو پوهیږی

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا نوی سټراټیجۍ  په سیاسی او رسندویو ټولنو کې هماغه راز ګرمه موضوع ده  ، د چارو ځینې کارپیژاندی او خلک د امریکا دا سټراټیجۍ د افغانستان د جنګ وروستۍ مرحله بولی ځکه چی د هغو په ګومان د امریکا ولسمشر ټرمپ پاکستان ته ښکاره  پیغام ورکړې دې چی یا د افغانستان د جنګ په ختمولو کې له امریکا سره جدی ملګرتیا وکړی  یا هم دملرګتیا د نه کولو د بدو پایلو په تمه ووسی . د کارپیژاندو دغه ډله وایی امریکا په افغانستان کې ماته خوړلی ده او افغانستان بې ثباته شوی دې ، امریکا القاعده ماته کړه خو له ځای طالبانو یې ماته خوړلی ده .

ټرمپ چی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د خپل هیواد له ولس سره ژمنه کړی وه چی که سپینې ماڼۍ ته لاره پیدا کړی نو د افغانستان جنګ به ختم کړی او له دغه هیواده به درست امریکایی عسکر وباسی ، او ویل کیږی چی د ټرمپ د بریالیتوب یو مهم عامل همدا وو ځکه چی امریکایی خلک په افغانستان کې د خپلو عسکرو له شتون سره سخت مخالف دی ، خو ټرمپ له بریالیتوب او حکومت له اووه میاشتو وروسته  ، د افغانستان لپاره داسې سټراټیجۍ برابره او اعلان کړه چی له خلکو سره یې کړی ژمنو سره ۱۸۰ درجې توپیر وکړ او د جنګ ددوام او افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرو د ورلیږلو ټلۍ وټنګوله ، د کارپیژاندو په وینا که څه هم ټرمپ غوښتل چی له افغانستانه درست عسکر وباسی خو له جنرالانو سره په غونډو کې دې نتیجې ته رسیدلې دې چی که دا کار وکړی نو ممکنه ده د ۲۰۰۱ میلادی کال د۱۱ ستمبر پیښه  په امریکا کې بیا تکرار شی . د یادولو ده چی د امریکا د پوځ جنرالانو هم د ټرمپ د دغې پوښتنې په ځواب کې چی ولې د افغانستان جنګ ۱۷ کاله اوږد شو ، ویلی دی چی پاکستان ملګرتیا نده کړی  ، طالبان او حقانی شبکه په پاکستان کې شتون لری او له هلته د جنګ د دوام لپاره ورسره مالی او پوخی مرسته کیږی . په دې اساس ټرمپ د امریکا د خلکو په ویرولو سره د خپلې ژمنې ماتولو توجیهه کړل او اوس د امریکا جنرالان  په تیره بیا  په افغانستان کې د ناټو او امریکایی عسکرو قوماندان جنرال نیکلسن ،  د ملی امنیت سلاکار جنرال مک مسټر  او همداراز دفاع وزیر جیمر ماتیس او حتی د امریکا خارجه وزیر ټیلرسن  پاکستان ته نیغ نیغ کیږی چی د طالبانو کویټه او پیښور شورا په دغه هیواد کې شتون لری او هغو پرضد د جدی اقداماتو غوښتنه یې کړی ده .

که د امریکا نوی سټراټیجۍ او همداراز د ټرمپ په شمول د امریکا د لوړ رتبه مقاماتو څرګندونو ته لږ پام وکړو  ، نو هر سړې چی عقل ولری ، ددغې سټراټیجۍ په اصلی ماهیت او د امریکا په اصلی نقشو پوهیږی چی کیسه څه ده . د دغې سټراټیجۍ څو ټکیو ته تاسو پام راړوو .

۱:یوازې په جنګ تمرکز

۲:د سولې د پروسې لپاره د کوم خاص پروګرام نیشتوالې

۳:د هغو امریکایی عسکرو د شمیر نه جوتیدا چی غواړی افغانستان ته یې ولیږی

۴:د امریکایی عسکرو د ویستلو لپاره د ټایم ټیبل نه ټاکل

۵:له نشه ایزو موادو سره مبارزې ته پام نه کول چی د افغانستان د جنګ د دوام یو مهم عامل دې چی د امریکا د خارجه وزیر په وینا دا د افغان دولت مسولیت دې

۶:د افغانستان  له مځکنیو زیرمو چی ټریلیونونو ډالره ارزښت لری ، د تیر او اوسنی جنګ د لګښتونو تامینول

۷:د دوستم او جمیعت غورځنګ په شان د حاکمیت لپاره طالبانو ته د افغانستان د یوې برخې ورسپارل

۸:د افغانستان لپاره د امریکا د نوی سټراټیجۍ په برابرولو کې د افغانستان دولت او ملت ته هیڅ ونډې نه ورکول

۹:د هر ډول عملیاتو لپاره په افغانستان کې پرتو امریکایی او ناټو عسکرو لپاره د اختیاراتو زیاتول

 

دغو ټکیو ته په پام سره چی د امریکا په نوی سټراټیجۍ او یا د امریکا د لوړ رتبه مقاماتو په څرګندونو کې لیدل کیږی  ، ایا بیا هم دا هیله شته چی امریکا د افغانستان د جنګ په ختمولو پسې وی ؟چی په ځواب کې باید ووایو ، هغه نوی سټراټیجۍ چی د ټرمپ په نوم یادول کیږی په حقیقت کې د امریکا د پوځ د جنرالانو ستراتیجۍ ده  او یوازې د ټرمپ له ژبې اعلان شوی ده او امریکایی جنرالان هم چی نن پاکستان په افغانستان کې د امریکا د ماتې ذمه وار بولی ، ایا په تیرو ۱۷ کلونو کې له دې نه وو خبر ؟که خبر وو نو ولې یې هغه وخت پاکستان له طالبانو او حقانی شبکې له ملاتړه په جدی توګه منع نکړ ؟چی د شناندو او نظر خاوندانوپه باور ، اصلی خبره له طالبانو د پاکستان د ملاتړ نده بلکې خبره په سیمې او نړیواله سویه د نویو لیکو د جوړیدا ده .پاکستان او طالبان چی روسیې او چین ته یې ګروهنه پیدا شوی ده او چین هم په سیمه کې تر افریقا پورې د اقتصادی کوریډور د رامینځته کولو په لټه کې دې چی پاکستان پکې فعال رول لوبوی چی که دا کار وشی او یو سیمه ایز ایتلاف هغه هم اقتصادی رامینځته شی نو امریکا ترې ویره لری او هغه نشی زغملې ، د شناندو په باور دا وجه وه چی امریکا د جنوبی اسیا او افغانستان لپاره د نوی ستراتیجي د جوړولو په فکر کې شوه تر څو په پاکستان دباو واچوی  او په افغانستان کې د رول لوبولو لپاره له هندوستان د امریکا بلنه هم په همدې لړ کې ده ، اوس باید په نږدې راتلونکی کې ولیدل شی چی ایا پاکستان مقاومت کوی ، له امریکا خپله ۷۰ کلنه لاره جلا کوی او واقعا د چین په مشرۍ له سیمه ایزې لیکې  سره یو ځای کیږی یا خپل زاړه یار امریما ته تسلیمیږی . او د داعش په نوم په نوی پروژه کې چی د امریکا لخوا په افغانستان کې رامینځته شوی ده ، ورسره ملګرتیا کوی ؟چی ټاکل شوی ده د طالبانو ډلې دیر افراطی او جنګ غواړی برخه هم له داعش سره یو ځای شی  او د طالبانو سپین بیرغونه په تورو بیرغونو بدل شی او یو شمیر سوله غواړی طالبان هم ممکنه ده د سولې له پروسې سره یو ځای شی تر څو په افغانستان او سیمه کې جنګ او ناامنی هماغه راز دوام ولرلې شی .

 

عاشق حسین طوری