د کفرحکومت پاتې کیدلې شی خو د ظلم حکومت نه
امریکایی عسکرو په تیرو ۱۶ کلونو کې څومره جنایتونه کړی دی ، د افغان کورني په حریم تیرې ، د هغو د دینی ارزښتونو سپکاوې ، حتی د قرانونو سوزول ، د وادونو او دعا په دستورو بمباریانې چی بیا بیا ترسره شوی دی ، ایا داسې وضعیت د افغانستان د جنګ د دوام زمینه نه برابروی ؟
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان دفاع وزارت وایی د دغه وزارت له اجازې او غږملتیا پرته هیڅوک په افغانستان کې د خپل سرو عملیاتو اجازه نلری . د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری وویل د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د لوی درستیز اجازه ضروری ده . د هغه په وینا هیڅوک حتی د امریکا او ناټو عسکر له اجازې پرته په افغانستان کې د خپل سرو عملیاتو اجازه نلری . دا په داسې حال کې دی چی د امریکا سنا امریکایی عسکرو ته اجازه ورکړی ده چی له دې وروسته ترهه ګرو پرضد د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له پوځ اجازې ته ضرورت نشته .د افغانستان لپاره د امریکا په نوی سټراټیجۍ کې هم د جنګ او وحشت په دوام ټینګار او تمرکز شوی دی چی د دغې سټراتیجۍ بدې پایلې به په نږدې راتلونکی کې روښانه شی ځکه چی ټرمپ په نوی ستراتیجۍ کې خپلو عسکرو ته په خپله خوښه د عملیاتو اجازه ورکړی ده .
هغه غمیزه چی په وروستیو کې په کندوز ولایت کې د امریکایی عسکرو د بمباریو له امله رامینځته شوی ده ، د افغان ولس غوسه یې راپارولی ده او تازه پرې رسندویو کې خبرې کیږی . د یادولو ده چی په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو د منعکس کولو لپاره په دغه هیواد کې یوه څو ګوته په شمیر رسندوی دی چی په خپلې دندې عمل کوی ، ځکه چی په افغانستان کې اکثره رسندوی ، راډیو ګانې ، ټیلی ویژیونی چینلونه او ورځپاڼۍ له اقتصادی نظره لویدیځ او امریکا پورې تړلی دی او هغه جنایتونه چی امریکایی عسکر یې د افغان ولس پرضد ترسره کوی ، نشی منعکس کولې او هر څوک چی وجدان لری باید د افغانستان په دغه وضعیت وژړی چی مځکه او فضا حتی افغان دولت د امریکایی عسکرو په بشپړه کنټرول کې دې . دا په داسې حال کې دی چی له ترهه ګرو سره د مبارزې په ځای معمولا په ملکیانو بمبارۍ کیږی .
ایا د امریکا د نوی ستراتیجۍ یا کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتی تړون معنا او تعریف دا دې چی د افغانستان خلک څه له داخله او څه له بهره د هوایی او ترهه ګرو حملو هدف وګرځی او امریکایان ادعا وکړی چی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې شتون لری .
د افغانستان تاریخ مخینه نلری چی بهرنی عسکر په دومره اندازه د جنایتونو په ترسره کولو لپاره خلاص لاسونه ولرلې شی ، خو افغان دولت ورڅخه رضایت څرګند کړی ، په داسې حال کې چی دا وضعیت د افغانستان د خلکو لپاره اصلا د منلو ندې او د مخالفو وسله والو د بریالیتوب یو علت هم همدا دې چی په خلکو کې پلویان پیدا کوی او حتی د ځینو راپورونو په اساس د افغانستان هغه خلک چی د امریکایانو په بمباریو کې خپل خپلوان له لاسه ورکوی ، د غچ اخیستنې خوی ته په پام سره چی په خپله وینه کې یې لری ، وسلو ته لاس اچوی ، په یوازې سر یا هم د خپلې باطنی ګروهنې په اپوټه د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یو ځای کیږی تر څو د خپلو عزیزانو د وینې غچ واخلی . د یادولو ده چی وسله وال مخالفین په تیره بیا طالبان پیاوړی شوی ندی بلکې د افغان دولت کړچار چی د امریکایی عسکرو په جنایتونو سترګې پټوی ، د طالبانو په ګټه تمام شوی دی .
امریکایی عسکرو په تیرو ۱۶ کلونو کې څومره جنایتونه کړی دی ، د افغان کورني په حریم تیرې ، د هغو د دینی ارزښتونو سپکاوې ، حتی د قرانونو سوزول ، د وادونو او دعا په دستورو بمباریانې چی بیا بیا ترسره شوی دی ، ایا داسې وضعیت د افغانستان د جنګ د دوام زمینه نه برابروی ؟خو دا هم باید هیر نکړو چی افغانستان ته د امپراتوریانو قبرستان ویل کیږی ، تراوسه دوې امپراتوریانې یعنی په ۱۹ پیړۍ کې انګلستان او په ۲۰ پیړۍ کې پخوانې شوروی په دغه هیواد کې ښخې شوی دی او امریکا هم د تیرو امپراطوریانو په لاره روانه ده ، چی د امیر المومنین حضرت امام علی علیه سلام په وینا ، د کفر حکومت پاتې کیدلې شی نو د ظلم نه .
عاشق حسین طوری