دکابل حکومت وسله وال مخالفان دې دسولې له بهیرسرره یوځای شی
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن دلوی اختر دلمانځه له اداکولو وروسته په کابل کې په یولړ څرګندونو کې په دغه هیواد کې وسله والو مخالفانو ته دسولې پیغام په ورکولو سره وئیلی دی ، که افغانان یاست ،نو راشئ او له سولې سره یو ځای ش او جنګ ختم کړئ .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ اشرف غنی په افغانستان کې اداری فسادته په اشارې سره هم وئیلی ، دکابل حکومت هماغه راز له دغې سپیرې بلاسره مبارزې ته دوام ورکوی .
افغانستان ولسمشر همداراز دخپلو خبرو په بلې برخې کې روښانه کړې و له پاکستان سره سوله دافغان حکومت یو اصلی لومړیتوب دی .
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا....عبدا... هم پرون ناوخته دقربانۍ داختر په مناسبت په یوه پیغام کې پر وسله والو مخالفانو غږ کړی ؤ چې جنګ دې ختم کړی او دسولې له بهیر سره دې یو ځای شی .