پاکستان تل په افغانستان کې سوله او ثبات غواړی
ډیری شناندی او کارپوهان وائی چې د دواړو هیوادونو په مینځ کې ځینی دریم ګړی شته چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو سوله اوثبات نه غواړی ا و په شخړو پسې دی او غواړی له خړوبو اوبو کې کبان ونیسی ، خو باید د دواړو هیوادونو لوړپوړی چارواکی دې په خود کې شی او دریمګړی ته دې د شخړو دزیاتولو موقعه په لاس ورنکړی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف نن په یولړ څرګندونو کې له اسلام اباد سره دخبرواترو لپاره د کابل دچمتووالی په باب دافغانستان دولسمشر اشرف غنی دپیغام په ځواب کې ووئیل دافغانستان په وړاندې دپاکستان دریځ په بشپړ ډول روښانه دی او اسلام اباد په افغانستان دسولې ټینګیدا او دشخړو ختمیدا غواړی .
دپآکستان خارجه وزیر زیاته کړې ، اسلام اباد به دافغانستان دسولې په ټینګولو کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکړی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون دنیکمرغه اختر له لمانځّه وروسته پخپلو یو لړ څرګندونو کې په ډاګه کړې چې له پاکستان سره سوله دافغانستان یوه اساسی غوښتنه ده .
دپاکستان او افغانستان اړیکې په همداوروستیو څو کلونو کې تل له سختو اختلافاتو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ دی او سرحدی اختلافات او له ترهه ګرۍ په ملاتړ دیوه بل تورنول د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړو یوه برخه ده . البته ډیری شناندی او کارپوهان وائی چې د دواړو هیوادونو په مینځ کې ځینی دریم ګړی شته چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو سوله اوثبات نه غواړی ا و په شخړو پسې دی او غواړی له خړوبو اوبو کې کبان ونیسی ، خو باید د دواړو هیوادونو لوړپوړی چارواکی دې په خود کې شی او دریمګړی ته دې د شخړو دزیاتولو موقعه په لاس ورنکړی .