په افغانستان کې له داعشه د ملاتړ دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i56277-په_افغانستان_کې_له_داعشه_د_ملاتړ_دوام
له بده مرغه افغان عسکر د ریډار په شان امکانات نلری چی وکولې شی د خپل مځکنی او هوایی حریم ساتنه وکړې شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2017 07:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې له داعشه د ملاتړ دوام

له بده مرغه افغان عسکر د ریډار په شان امکانات نلری چی وکولې شی د خپل مځکنی او هوایی حریم ساتنه وکړې شی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان  په ملی پارلیمان کې د ختیځو ولایتونو استازیو پرون وویل نامعلومې چورلکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې  له طالبانو او داعش سره لجستکی مرستې کوی . دا لومړې ځل ندې چی د افغانستان د خلکو استازی د افغانستان له وسله والو مخالفینو په تیره بیا داعش سره د لجستکی مرستې خبره کوی . د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست څه موده مخکې د ځینو رسندویو له مسولانو سره په خبرو کې په دې باره کې ویلی وو چی افغان امنیتی عسکر ریډار نلری  تر څو وکولې شی په دې اړه تحقیق وکړی . دا په داسې حال کې دی چی د افغان دولت چارواکی د امریکا له نوی سټراتیجۍ رضایت څرګندوی اود هغه ستاینه کوی  حتی وایی چی دغه ستراتیجۍ د افغان دولت د غوښتنې په اساس جوړه شوی ده ، خو د خلکو استازی د پارلیمان په څرګنده غونډه کې د نامعلومو چورلکو له لوری له داعش او طالبانو سره د لجستکی مرستې په شان ستره مسله مطرحوی خو دولت د دغه ډول مسلو په اړه هیڅ غبرګون نه ښی . اوس که د افغانستان د ختیځو ولایتونو په تیره بیا په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د هغو ولسوالیو امنیتی وضعیت چی په ډیورنډ کرښه پرته دی ، وجاجوو نو د ورځې په شان روښانه ده په دغو سیمو کې یوه ستره او مرموزه لوبه روانه ده . د پارلیمان استازی وایی داعش په دغو ولایتونو کې د کسانو په جلبولو بوخت دې او د شینواری قوم په ولسوالیو کې ځینې سیمې له خلکو خالی شوی دی . هیڅوک ندی خبر چی هلته څه روان دی  او دا ټولې مسلې د غمیزې د ژورتیا ښودنه کوی خو د ملی وحدت دولت چاوراکی په تکرار سره وایی چی داعش کمزورې او ځپل شوې دې . د داعش په اډو کې د نامعلومو الوتکو د کوزیدا او له دغې ډلې سره د لجستکی مرستو موضوع په پارلیمان کې په ځلو نو مطرح شوی ده  او روسی چارواکو هم  په دغې موضوع غبرګون ښودلې  او ویلی یې دی چی داسې اسناد لری چی ښی هغه  نامعلومې چورلکې او الوتکې چی په اډو کې کوزیګی ، بیرته د امریکایانو اډو ته ورستنیږی . که دا مسله روښانه شی او سمه وی ، معنا یې دا ده چی بهرنی عسکر په تیره بیا امریکایان چی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکوی ، په حقیقت کې د خپلو هدفونو لپاره په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوی او افغان یې داسې اور په لور ورکش ویلې دې چی قربانی یې افغان اولس دې .

تهران راډیو د ټیلی فون په لیکه په دې اړه د کنړ د خلکو استازی حاجی سخی نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې په ختیځو ولایتونو کې د داعش د شتون او ځینو هیوادونو لخوا دغې ډلې ته د مرستې ورکولو د تاییدولو په ترڅ کې وویل په افغانانو جنګ تپل شوی دی او دا یو نیابتی جنګ دې چی ستر قدرتونه یې د خپلو هدفونو لپاره تعقیبوی . هغه زیاته کړه له بده مرغه افغان عسکر د ریډار په شان امکانات نلری چی وکولې شی د خپل مځکنی او هوایی حریم ساتنه وکړې شی . هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چی د افغانستان هوایی حریم چی د امریکایانو په کنټرول کې دې  ولې د هغه دفاع نه کوی  او ولې اجازه ورکوی چی کله نه کله بهرنی الوتکې د افغانستان هوایی حریم ته ورداخلیږی ، وویل چی د دې ځواب باید پخپله امریکایان ورکړی . د افغانستان د پارلیمان دغه استازی  د امریکا د نوی ستراتیجي په اړه وویل چی دغه ستراتیجۍ به د افغانستان جنګ نور هم پراخ کړی .