د افغانستان له جهاد تر خواجه اصفه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i57139-د_افغانستان_له_جهاد_تر_خواجه_اصفه
امریکایی چارواکو د افغانستان جنګ د خداې یوه ډالي بلله چی د هغه په وسیله یې په افغانستان کې د هیڅ یوه امریکایی د وینې له بهولو پرته د ویتنام د ماتې غچ اخیستلې شو
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 02, 2017 10:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان له جهاد تر خواجه اصفه

امریکایی چارواکو د افغانستان جنګ د خداې یوه ډالي بلله چی د هغه په وسیله یې په افغانستان کې د هیڅ یوه امریکایی د وینې له بهولو پرته د ویتنام د ماتې غچ اخیستلې شو

 

 

 

د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف له هغو جوتو بلکې اعتراف ډوله څرګندونو وروسته چی په نیویارک کی  د اسیا په اتحادیه کې د ترهه ګرۍ په ارتباط وړاندې کړې ، د پاکستان په رسندویو کې په دې باره کې ډیرې خبرې او نظرونه اوریدل او لیدل کیږی  . ځینو پاکستانی نظر خاوندانو د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف  په دغو  څرګندونو نیوکې کړی خو زیاتره روشنفکره لیکوالانو او شناندو د هغه د څرګندونو د تاییدولو په ترڅ کې د خواجه اصف ستاینه کړی ده . په همدې لړ کې د اتبار په ورځ د پاکستان چاپ په جنګ ورځپاڼه کې د اجل خټک کشر په قلم د افغانستان له جهاد تر خواجه اصفه تر عنوان لاندې مقاله چاپ شوی ده چی څو ټکیو ته پکې دلته اشاره کوو .

د امریکا د وخت ولسمشر ریګن هغه وخت غوسه شو چی یوه خبریال افغان جنګیالی (مجاهدین ) یاغیان وبلل ، د امریکا د هغه وخت ولسمشر ریګن په دې ټینګار درلود چی  له شوروی سره د افغانستان جنګ یو سپیڅلې جنګ دې او دا جنګیالی هم مجاهدین دی . د ریګن د همدغو څرګندونو په لړ کې ایا د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف دا څرګندونې سمې ندی چی ویلی یې دی دغه تش په نامه مجاهدین د امریکا نازولی وو او په سپینې ماڼۍ کې به ورته میلمستیاوې ورکول کیدلې او عیش و عشرت به یې کاوه . خواجه اصف د اسیا په اتحادیه کې په خپلې وینا کې وویل په اتیایمې لسیزې کې د امریکا ګوډاګیتوب ستره تیروتنه وه چی پاکستان یې اوس هم بیه ورکوی ، د پاکستان مشکلات د شوروی پرضد د امریکا د ساړه جنګ له ختیمدا وروسته پیل شول او له پاکستانه استفاده وشوه خو بیا وروسته هیر کړې شو ، د شوروی پرضد د امریکا د جنګ له بریالیتوبه وروسته پاکستان د جهنم په لور ورکش ویل شو او تراوسه په دغه جهنم کې سوزی . د افغانستان د جهاد په ارتباط د خواجه اصف څرګندونې نوی ندی بلکې وړاندې یې هم په ملی پارلیمان او په نورو ډیرو ځایونو کې  له کومې ویرې پرته دغه ډول دریځونه غوره کړی دی ، البته اوس چی د خارجه وزیر په توګه دغه دریځ اعلانوی نو بله معنا پیدا کوی  ، او له دې مخکې د پاکستان په حکومتی سیسټم کې یو شمیر مسولانو د افغانستان په جهاد کې د پاکستان ګډون فیصله په هغه وخت کې یوه غلطه فیصله بللی ده . د پاکستان د وخت خارجه وزیر سردار اصف احمد علی هم د ۲۰۱۷ میلادی کال د می په اتمه نیټه په جنګ ورځپاڼه کې په یوه راپور کې  اعتراف کړی وو چی شوروی پرضد جهاد یوه تیروتنه وه ، په نویمې لسیزې کې یې په پارلیمان کې هم خپل دریځ اعلان کړی وو ، د هغه په وینا د افغانستان د جنګ په بهیر کې یو وخت اسراییلی جنرالان هم پاکستان ته راغلل او ملګرتیا یې وکړه . د پاکستان د پوځ متقاعد شوی بریګیډیر ښاغلی یوسف هم په دې اړه اعتراف کوی او وایی چی  امریکایی چارواکو د افغانستان جنګ د خداې یوه ډالي بلله چی د هغه په وسیله یې په افغانستان کې  د هیڅ یوه امریکایی د وینې له بهولو پرته د ویتنام د ماتې غچ اخیستلې شو  او د هغه وخت د ای ایس ای مشر جنرال اختر عبدالرحمان  په دې اړه له امریکا سره موافق وو  . د یادولو ده چی  بریګیډیر یوسف د جنرال اختر عبدالرحمان په مدح کې ګمنام عسکر (the silent soldier ) په نوم کتاب لیکلې وو چی د ۱۹۹۱ کال په جولایی کې چاپ شوی وو او د هغه دوهم کتاب هم چی د یګې کړوکی (the bear traip) تر عنوان لاندې وو ، یو کال وروسته په ۱۹۹۲  کې  خپور شو  چی په دواړو کتابونو کې یې ترخه حقیقتونه هم په ډاګه کړی دی . بریګیډیر یوسف لیکی  امریکایانو د چریکی جنګ تجروبه نه درلودله  او افغان مجاهدین هم بې تجروبې او په عین حال کې له سختو داخلی اختلافاتو سره مخامخ وو ، یوازې جنرال اختر عبدالرحمان وو چی امریکایان او افغان مجاهدین یې  له شوروی سره په جنګ کې کارنده او اغیزمن کړل  ، په داسې حال کې چی اکثره پاکستانیان جنرال ضیاالحق ګناهکار بولی  ، خو د بریګیډیر یوسف له کتابونوخبره اپوټه ښکاری چی ضیاالحق مجبوره  ، خو له شوروی سره د جنګ اصلی پروګرام  جوړنکې جنرال اختر عبدالرحمان وو ، روښانه ده هغه جنرال چی حتی د یوه امریکایی له وینې بهولو پرته  د امریکا لپاره د ماتې غچ  اخیستلو ته چمتو وی ، نو هغه به زیات څوک امریکایانو لپاره ګران او عزیز و ی . بریګیډیر یوسف  د خپل کتاب په ۳۸ پاڼه کې تر دې حده لیکلی دی چی دا یوازې اخترعبدالرحمان وو چی له شوروی سره په جنګ کې یې د پاکستان د ګډون فیصله وکړه  او د جنګ پلانونه یوازې د هغه په غاړه وه .

لنډه دا چی هغه مجاهدین چی د امریکا د وخت ولسمشر ریګن هغو سبیڅلی مجاهدین بلل  او پاکستانی جنرالانو به هغو پورې څرنګه ملنډې وهلې  ، په دې باره یوه برتانوی خبریاله میرمن کریسټینا لیمب  په خپل کتاب  WAITING FOR ALLAH  کې داسې لیکی ، د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر جنرال فضل الحق چی د ضیاالحق ډیر نږدې کس وو ، ماته وویل  مونږه امریکایانو ته وویل چی  مونږه د یوه کب د نیولو لپاره تاسو ته یو چینجې (WORM)درکړ چی له هغه استفاده کولې شو ، خو په دغه چینجی یعنی ګلبدین حکمتیار زیات باور نشو کولې ، ځکه چی دا به تاسو سره په یوه کټ ویده شی خو خپل هدف ته له رسیدا وروسته به د تاسو په مرۍ چاقو کیږدوی .

که دغې قضیې  په اړه لږ تحقیق وشی نو د انسان په بدن ویښته ودریږی چی د اسلام په دغه قلعه یعنی پاکستان کې د اسراییلو عواملو او جاسوسانو په ښکاره  تګ راتګ کاوه . د امریکا مشهور خبریال سیمور هرش په خپل کتاب SAMSON OPTION کې لیکی  یو اسرایلی جاسوس  ARIBEN MENASHE  له خپل ټیم سره یو ځای درې کاله د پاکستان په پیښور کې میشت وو چی په دغه موده کې یې  په نورو فعالیتونو او کارونو سربیره د ګلبدین حکمتیار مجاهدینو ته هم روزنه ورکوله او اجمل خټک کشر خپله دغه مقاله د بریګیډیر یوسف په دغې جملې سره پاې ته رسوی چی ویلی یې وو ، فکر کوم د افغانستان د جنګ اصلی فاتحه یوازې  امریکا وه او ماته د افغانانو په نصیب شوه .

 

عاشق حسین طوری