د افغانستان دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره له طالبانو سره روغه جوړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i57405-د_افغانستان_دمشکلاتو_یوازینۍ_حل_لاره_له_طالبانو_سره_روغه_جوړه_ده
دافغانستان حکومت په ځلونو دجنګ دختمیدو او دسولې او امنیت اوثبات دټینګولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی ،خو طالبان سوله او روغه جوړه ، له افغانستانه دامریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروطه کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 05, 2017 14:20 Asia/Kabul
  •   د افغانستان دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره له طالبانو سره روغه جوړه ده

دافغانستان حکومت په ځلونو دجنګ دختمیدو او دسولې او امنیت اوثبات دټینګولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی ،خو طالبان سوله او روغه جوړه ، له افغانستانه دامریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروطه کړې ده .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  دافغانستان ولسمشر اشرف غنی  یوځل بیا   پخپل هیواد  کې دسولې اوثبات  دټیڼګولو لپاره  له طالبانو سره  دخبرواترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .

 اشرف غنی دغه راز وئیلی ،  دافغانستان سټراټژی ، سیاسی  حل لارې ته د رسیدو د امکاناتو برابرول دی . او له طالبانو سره دسولې موافقه   دافغانستان د مشکلاتو دحل یوازینۍ لاره  ده .

 دافغانستان ولسمشر روښانه کړې ،  په دغه هیواد کې دجنګ مدیریّت  له تیرو وختونو سره  په پرتله کې  ښه شوی دی ، خو  په  راتلونکو څلورو کلونو کې  دافغانستان  امنیتی ځواک  دطالبانو پشمول د مخالفو ډلو له حملو سره  مقابله کولی شی .

 اشر ف غنی زیاته کړې ،   په افغانستان کې دسیاسی جغرفیائې  رامینځةکول او  دحکومت نسکوریدا دطالبانو یوه موخه  وه  خو ناکامه شوې ده . 