دایران پوله ایز ځواک دافغانستان چارواکو ته ۲۰۰زندانی افغانان وسپارل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i57615-دایران_پوله_ایز_ځواک_دافغانستان_چارواکو_ته_۲۰۰زندانی_افغانان_وسپارل
دغه بندیان چې په ایران کې دغلا، نشه ایزو توکو او نورو شیانو په قاچاق او دنشې په تورونو بندیان ؤؤ، په دوغارون پولې کې دافغانستان قضائی چارواکو ته سپارل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2017 13:53 Asia/Kabul
  •   دایران پوله ایز ځواک  دافغانستان چارواکو ته  ۲۰۰زندانی افغانان وسپارل

دغه بندیان چې په ایران کې دغلا، نشه ایزو توکو او نورو شیانو په قاچاق او دنشې په تورونو بندیان ؤؤ، په دوغارون پولې کې دافغانستان قضائی چارواکو ته سپارل شوی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران  په شمال ختیځ کې  دتایباد  سرحدی  فرقې قوماندان ډګروال  مجید پویان  په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،   داسلامی ایران او افغانستان  ترمینځ د لاسلیک شوی  تفاهم نامې  داجرا په چوکاټ کې  تیره اونۍ  دوه سوه  افغان بندیان  دتایباد  پولې  له لارې   دخپل  هیواد چارواکو ته سپارلی دی .

 دخراسان رضوی   ولایت تائباد ولسوالۍ ،    له افغانستان سره    نوی کلومیټر اوږده پوله لری .

 ډګروال مجید پویان  همداراز نن   په دغو خبرو کې وئیلی   دغه بندیان چې په ایران کې   دغلا، نشه ایزو توکو او نورو شیانو  په قاچاق  او دنشې په تورونو  بندیان ؤؤ، په دوغارون پولې کې  دافغانستان قضائی  چارواکو ته سپارل شوی دی .

 هغه روښآنه کړې ،  دغه اقدام  بشری حقوقو ته  دپابندۍ   په چوکات کې  او  له خپلو کورنیو سره د دغو زندانی کسانو دنزدیکیدا په موخې سره  ترسره شوی دی .