ایا د عمان غونډې ته کومه هیله شته؟
په دې اساس نه د عمان غونډه د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره ترسره کیږی او نه هم په پاکستان دباو اچول د دې لپاره دی چی په افغانستان کې خپله لاس وهنه ختمه کړی .
د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوی سټراټیجۍ چی پکې پاکستان د افغانستان د جنګ د دوام لپاره د عامل په توګه معرفی او سخت دباو لاندې راوستل شو او ورته ګواښ وشو چی د افغانستان په وړاندې په خپلو سیاستونو کې بیا کتنه وکړی او یا هم په دغه هیواد کې د خپلو لاس وهونکیو سیاستونو د پایلو په تمه ووسی ، په همدې لړ کې ټاکل شوی ده د امریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلر سن په شمول د امریکا لوړ رتبه سیاسی او پوځی پلاوې پاکستان ته سفروکړی تر څو د خبری سرچینو په وینا اسلام اباد ته ورستې اتمام حجت وکړی چی له افراطی او ترهه ګرو ډلو خپل ملاتړ ختم کړی . په همدغو دباونو پسې وه چی د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوا تیره اونۍ کابل ته سفر او د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی په شمول له نورو افغان چارواکو سره کتنه وکړه .
د دغو ټولو دباونو او کابل او واشنګټن ته د پاکستانی چارواکو د سفرونو نتیجه دا شوه چی د افغانستان د ملی امنیت د لوړی شورا او د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف په وینا د روان کال د اکتوبر په ۱۵ به په عمان کې له طالبانو سره د پاکستان ، امریکا ، چین او افغانستان څلور اړخیزه غونډه ترسره شی . که څه هم له افغان چارواکو سره د جنرال باجوا د کتنې جزیات په رسندویو کې ندی راغلی ، خو په پاکستان کې د جیو ټیلی ویژیونی چینل په یوه راپور کې ادعا کړی ده چی د افغانستان او پاکستان په اړیکوکې انقلاب رامینځته شوی چی په عمان کې د څلور اړخیزې غونډې ترسره کیدا د اسلام اباد او کابل د نږدې کیدا نتیجه ده . هغه خبرې اترې چی د عمان په غونډه کی به ترسره شی ، چین او امریکا به پکې د څارونکیو په توګه ګډون ,کړی او د افغانستان د حکومت او طالبانو استازی به د سولې په اړه خبرې وکړی . دا یو حقیقت دې چی طالبان د افغانستان په جنګ کې ځان یو مهم لورې بولی خو د سولې او جنګ اختیار د هغو په لاس کې ندې ، د افغانستان د جنګ اصلی او سترعامل چی طالبان هم پرې باور لری ، پخپله امریکا ده چی د یوه ستر قدرت په توګه یې په افغانستان کې خپله جنګی سټراټیجۍ په لاره اچولی ده . خو پوښتنه دا ده چی ایا امریکا له طالبانو سره سوله غواړی ؟ضمنا د داعش د مسلې به څه کیږی ؟که بالفرض له طالبانو سره سوله کیږی ایا په دې معنا به نه وی چی د افغانستان جنګ د داعش تر بیرغ لاندې دوام ولرلې شی ؟که د عمان غونډه د همدې هدف لپاره ترسره کیږی چی طالبان د جنګ له ډګره بهر شی او د جنګ ماموریت داعش ته ورکړل شی چی دا به د افغانستان د ملت په حق کې یو بل ستر جنایت او غمیزه وی ، البته د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهدپه دې باره کې مونږ ته وویل د عمان غونډې په اړه تراوسه له طالبانو سره هیڅ تماس ندې ټینګ شوی .
تهران راډیو په عمان کې د څلور اړخیزې غوندې د ترسره کیدا په اړه د ټیلی فون په لیکه د کابل نیوز ټیلی ویژیونی چینل له مشر او تکړه شناندی ښاغلی غلام جیلانی زواک نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل د عمان غونډې په اړه دیر شکونه موجود دی او جوته نده چی دغه څلور اړخیزې خبرې به د امریکا ، پاکستان ، چین او افغان دولت ترمینځ ترسره شی یا افغان دولت او طالبانو ، ایا طالبان به په خبرو اترو کې ګډون وکړی ،په داسې حال کې چی په خبرو کې د هغو د شرکت اصلی شرط له افغانستانه د درستو بهرنیو عسکرو ویستل دی او ایا طالبان به د امریکا له دغه دریځ سره چی وایی تر نورو لسو کلونو پورې به په افغانستان کې پاتې شی ، موافقت وکړی ؟ او له بل پلوه ټرمپ د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې په خپلې وینا کې طالبان ترهه ګر وبلل او افغان دولت هم له پاکستان سره د سولې غوښتونکې دې . کابل ، اسلام اباد د جنګ اصلی لورې بولی . د امریکا دولت په داسې حال کې پاکستان د افغانستان د جنګ اصلی عامل بولی چی د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په سنا کې په خپلو خبرو کې د امریکا د نوی ستراتیجي د سپړلو په ترڅ کې د چین او پاکستان ترمینځ اقتصادی کوریډور د امریکا د ګټو پرضد بولی او له هغه سره یې خپل مخالفت اعلان کړی دی . دا چاره ښئ چی په نوی ستراتیجۍ کې په پاکستان له دباو اچولو د امریکا اصلی هدف په حقیقت کې په افغانستان کې د اسلام اباد د لاس وهنو د ختمولو لپاره ندی بلکې د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادی کوریډور ګډوډول دی .غلام جیلانی زواک جوته کړه امریکا د چین او روسیې او همداراز مینځنی اسیا هیوادونو دکنټرولولولپاره په افغانستان کې اوږده شتون ته اړتیا لری او په افغانستان کې د جنګ سختیدا او په دغه هیواد کې د داعش پراختیا هم د دغې چارې د تحقق لازمه ده ، لکه څرنګه چی د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په شمول د افغانستان اکثره شخصیتونو په دغې چارې اعتراف کړی چی امریکا په څرګنده په افغانستان کې له داعش سره مرسته کوی ، په دې اساس نه د عمان غونډه د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره ترسره کیږی او نه هم په پاکستان دباو اچول د دې لپاره دی چی په افغانستان کې خپله لاس وهنه ختمه کړی . امریکا په افغانستان کې د اوږدې مودې شتون لپاره جنګ او ترهه ګرۍ ته اړتیا لری چی پاکستان د امریکا ددغې استعماری پروژې په تحقق کې بهترینه ټاکنه ده .
عاشق حسین طوری