ایا سی ای اې د افغانستان د جنګ د ختمولو نیت لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58510-ایا_سی_ای_اې_د_افغانستان_د_جنګ_د_ختمولو_نیت_لری
د امریکا کمانډوی عسکر به هم هیڅکله د افغانستان په غرونو کې بریالی نشی . البته سی ای اې نیت لری چی طالبان کمزوری او د هغه په ځای داعشیان پیاوړی کړی ، ځکه چی ټاکل شوی ده د افغانستان له پولو بهر ترهه ګر فعالیتونه داعش په وسیله ترسره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2017 10:27 Asia/Kabul
  • ایا سی ای اې د افغانستان د جنګ د ختمولو نیت لری ؟

د امریکا کمانډوی عسکر به هم هیڅکله د افغانستان په غرونو کې بریالی نشی . البته سی ای اې نیت لری چی طالبان کمزوری او د هغه په ځای داعشیان پیاوړی کړی ، ځکه چی ټاکل شوی ده د افغانستان له پولو بهر ترهه ګر فعالیتونه داعش په وسیله ترسره کړی .

دتهران د  پښتو راډیو له راپور سره سم د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ په یوه راپور کې لیکلی دی چی د امریکا سی ای اې جاسوسی اداره په افغانستان کې د ځانګړو کمانډوی ځواکونو عملیات پراخوی  تر څو طالبان پیدا او ویې وژنی . په دغه راپور کې د امریکا د لوړ رتبه مقاماتو له قوله راغلی دی چی سیا ای اې د تجروبه کارو عسکرو وړکوټی ډلې او ځانګړی پیمانکاران له افغان عسکرو سره یو ځای ورلیږی تر څو د طالبانو د وژلو ماموریت ترسره کړی .

څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکایی عسکرو قوماندان  جنرال جان نیکلسن هم په افغانستان کې د امریکایی عسکرو په وسیله د هوایی حملو د نوی څپې د پیلیدا خبر ورکړی وو ، دا په داسې حال کې دی چی امریکا هر وخت غوښتی دی ړندې بمبارۍ یې کړی دی  او په دغو ډیرو عملیاتو کې ملکیان یا افغان عسکر وژل شوی دی چی اوس دا عملیات نور هم په زیاتیدو دی  او د هغو په نتیجه کې وسله والو مخالفینو په تیره بیا داعش ته خو کوم تاوان ندې رسیدلې خو د امریکا د هوایی حملو د نوی څپې په غبرګون کې طالبانو په افغان عسکرو او همداراز ملکیانو سختې او درندې حملې کړی دی ، په تیرو څو انتحاری عملیاتوکې چی تیره اوني په پکتیا ، غزنی ، کندهار او همداراز کابل کې یې  ترسره کړل  ،.څه د پاسه دوه سوه کسان چی پکې پوځیان او ملکیان شامل دی ، وژل شوی دی ، له دغو حملو څو ورځې ندې تیرې شوی چی د امریکا سی ای اې د طالبانو پرضد د کمانډوی عسکرو د عملیاتو د پیلیدا خبر ورکړ  اوس باید ولیدل شی چی ایا دې ځل سی ای اې واقعا نیت لری چی پهخ ځانګړو عملیاتو کې طالبان له مینځه یوسی  یا طالبان نور جدی غبرګون ته مجبوره کړی  او یو ځل بیا افغانان په ویر او ماتم کښینوی .

مونږه په دې باره کې د تیلی فون په لیکه د افغانستان د مشهور خبریال او لیکوال ښاغلی محمد حسن ولسمل نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل لومړې سی اې اې نیت نلری چی طالبان له مینځه یوسی  که  غوښتلې نو په تیرو ۱۶ کلونو کې به یې دا کار کړی وو ، ځکه چی امریکا په ایران ، روسیې ، چین ، پاکستان او د مینځنی اسیا په هیوادونو کی د تاوتریخوالی او ناامنی د رامینځته کولو پر اساس د خپلو هدفونو د تحقق لپاره په افغانستان کې د جنګ دوام ته اړتیا لری ، دوهم دا چی د افغانستان جغرافیایی وضعیت داسې دې چی له دې مخکې انګلستان او پخوانې شوروی هم دغه هیواد ته راغلل  خو په ډیرې بې شرمۍ سره یې ماته وخوړه او دغه دواړه امپراتوریانې په افغانستان کې دفن شوې  ، نو ځکه د امریکا کمانډوی عسکر به هم هیڅکله د افغانستان په غرونو کې بریالی نشی . البته سی ای اې نیت لری چی طالبان کمزوری او د هغه په ځای داعشیان پیاوړی کړی ، ځکه چی  ټاکل شوی ده د افغانستان له پولو بهر ترهه ګر فعالیتونه داعش په وسیله ترسره کړی .

 

عاشق حسین طوری