نور: په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې کاندید کیږم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58711-نور_په_راتلونکو_ولسمشریزو_انتخاباتو_کښې_کاندید_کیږم
د افغانستان د بلخ والي د دغه هیواد په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې ګډون ته د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2017 04:14 Asia/Kabul
  • نور: په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې کاندید کیږم

د افغانستان د بلخ والي د دغه هیواد په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې ګډون ته د خپل چمتووالي خبر ورکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د بلخ والي عطا محمد نور چې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر هم دی، د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د کاندید کیدو لپاره د خپل چمتووالي په اعلانولو سره په دغه هیواد کښې له هرډول فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ.

هغه همداشان د افغانستان د ملي وحدت د حکومت چارواکي په هیواد کښې د امنیت په تامینولو کښې په غلت تورن کړل.