په افغانستان کښې کار کونکي ماشومان ډیر زیات شوي
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیشن په دغه هیواد کښې د کار کونکو ماشومانو له وضعې اندیښنه وښودله.
دغه کمیشن اعلان وکړ چې په افغانستان کښې څه باندې یو میلیون ماشومان سخت کارونه ترسره کوي.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې میرمن ثریا صبحرنګ پرون د افغانستان په بامیان ولایت کښې یوه غونډه کښې وویل: په افغانستان کښې له یو میلیونو زیات ماشومان سخت کارونه ترسره کوي او له فقر، ناامنۍ او لوږې سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیشن کمشنرې همداشان زیاته کړه: لږترلږه یو لاک افغان ماشوان په نشه ایزو توکو روږدي دي.
په دغه غونډه کښې د بامیانو والي محمد طاهر زهیر هم له افغان ماشومانو د سخت کار اخیستو ښکارنده ملي هوډ ته اړمنه وبلله.
جنګ او خراب اقتصادي او ټولنیز حالات د افغانستان ماشومان سختو کارونو ته مجبوروي.
د افغانستان د بشري حقوقو د څارنې د وروستي رپورټ له مخې د کلونو کلونو جنګ د فقر او له امله یې د کار کونکو ماشومانو د زیاتیدو سبب شوی او په افغانستان کښې له ۵ نه تر ۱۴ کالو عمر ترمینځ ماشومانو څلورمه برخه د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره سختو کارونو ته مجبوریږي.