د ایران، افغانستان او هندوستان ملګرتیا د سیمه ایزې ترقۍ پلانونه بشپړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59143-د_ایران_افغانستان_او_هندوستان_ملګرتیا_د_سیمه_ایزې_ترقۍ_پلانونه_بشپړوي
په کابل کښې د ایران سفیر وویل: د چابهار بندر له لارې د ایران، افغانستان او هندوستان درې اړخیزه ملګرتیا له هیڅکوم هیواد یا ښکارندې سره په سیالۍ کښې نه ده او د سیمه ایزې پراختیا د طرحو بشپړونکې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 15:55 Asia/Kabul
  • د ایران، افغانستان او هندوستان ملګرتیا د سیمه ایزې ترقۍ پلانونه بشپړوي

په کابل کښې د ایران سفیر وویل: د چابهار بندر له لارې د ایران، افغانستان او هندوستان درې اړخیزه ملګرتیا له هیڅکوم هیواد یا ښکارندې سره په سیالۍ کښې نه ده او د سیمه ایزې پراختیا د طرحو بشپړونکې ده.

د ایرنا د خبر له مخکښې په کابل کښې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي نن په هغو دستورو کښې چې د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو د وړومبنۍ جوپې د رسیدو په مناسبت د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کښې ترسره شوې، وویل: د ایران، افغانستان او هندوستان د چارواکو ملګرتیا د سیمه ایزې همپالنې د ممکن والي نښه ده او دا درې واړه هیوادونه د یو بل په مرستې سره د سیمې اقتصادي ودې ته رسي.

بهرامي زیاته کړه چې باید ټول هیوادونه هڅه وکړي هغه ټولې وړتیاوې وکاروي چې په سیمه او هر هیواد کښې شته دي څو د سیمې حالت او د هیوادونو اقتصاد ښه شي.

د ایران په سویل ختیځ کښې چابهار بندر د سټراتیجک موقعیت او نړیوالو ازادو سمندرونو ته د لاسرسۍ په وجه د سیمې له نورو هیوادونو سره د ایران په مبادلاتو کښې یو ځانګړی رول لوبوي.