افغان ولسمشر د ټاکنو د خپلواک کمیشن مشر هم څنګته کړ
Nov 16, 2017 09:56 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشر هم له کاره ګوښه کړ.
محمد اشرف غني پرون د دغه هیواد د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشر نجیب ا... احمدزی له دغه مقامه څنګته کړ.
تراوسه د نجیب ا... احمدزي پرځاې بل کوم کس د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د مشرۍ لپاره نه دی غوره کړی شوی.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن پنځو غړو پرون د دغه کمیشن د مشر په څنګته کیدو باندې په ټینګار سره ویلي وو چې هغه د افغانستان د ملي ګټو او د انتخاباتو د قوانینو خلاف عمل کوه او د هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو په خنډیدو کښې یې لاس درلود.
په افغانستان کښې پارلیماني او د ولایتي شوراګانو انتخابات ټاکل شوې په دوه کلن ځنډ سره د ۲۰۱۸ کال په جولایۍ میاشت کښې وشي.
ټیګونه