د خپلې څنګته کیدنې په هکله د ولسمشر غني حکم نه منم
Nov 16, 2017 10:51 Asia/Kabul
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن څنګته کړی شوي مشر ولسمشر اشرف غني د اساسي قانون په خلاف ورزۍ تورن کړ.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې نجیب ا... احمدزي نن په کابل کښې یوه خبري غونډه کښې وویل چې ولسمشر دی په غیرقانوني توګه له خپلې دندې څنګته کړی او په ځلونو یې د اساسي قانون خلاف ورزي کړې ده.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیڅ ارګان د ده د عزلولو صلاحیت نه لري، زیاته کړه: زه ځان ګوښه شوی نه ګڼم.
ټیګونه