د افغانستان لپاره د ټرمپ نوی سټراټیجۍ د تباهۍ سټراټیجۍ ده
خو كه د افغانستان د ولسي جرګې غړي او يا حكومت په دې نظر وي چې د ټرمپ نوې ستراتيژي د ترهګرۍ د له منځه وړلو او په افغانستان كې د سولې او سوكالۍ د راوستلو لپاره ده، نو ډېره لويه تیروتنه كوي.
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان ولسي جرګې د امريكا دولسمشر د نوې سټراټيجۍ د پايلو په باب هماغه اندېښنه ښودلې چی په افغانستان كې د امريكا او ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ښودلې ده ، يوازې د الفاظو توپير لری .
جنرال نیکلسن وايي چې د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلانیدا 90 ورځې تيريږي خو په افغانستان كې جګړه په پخواني حالت ولاړه ده، معنا دا چې د امریکا او ناټو عسکرو پر مختګ نه دى كړى.
خو كه د افغانستان د ولسي جرګې غړي او يا حكومت په دې نظر وي چې د ټرمپ نوې ستراتيژي د ترهګرۍ د له منځه وړلو او په افغانستان كې د سولې او سوكالۍ د راوستلو لپاره ده، نو ډېره لويه تیروتنه كوي.د سټراتیجۍ پایلې به د افغانستان د علومو په اکیډمۍ کې د افغان دایره المعارف د مرکز د مشر ښاغلی حبیب ا... رفیع په وینا له بدبختیو او وژلې پرته بل څه د افغانانو په نصیب نکړی او دا نه یوازې یوه تیروتنه بلکې یوه جفا ده چی د خپلو خلکو د سولې او اوارامښت خوبونه د پردیو په جنګ کې وینی او د نړۍ ژوندی ملتونه هم د افغانستان د خلکو په مظلومیت اوښکی تویوی او هم له امریکا د افغان چارواکو په بی چون و چرا پیروۍ خاندی .
که لږ حقايقو ته ځير شو، په تېرو درې مياشتو كې مياشت په مياشت د افغان ولس مرګ ژوبله زياته شوې ده، له کله چی امريكايي ځواكونو ته د جګړې پر ډګر کې ډېر واكونه وركړل شول له هماغه ورځې بمبارۍ زياتې شوې، له هماغه ورځې په افغان ولس د ماتم وريځې نورې هم تورې شوې، ځانمرګي بريدونه هم زيات شول، افغان مقاماتو د امريكايانو د ړندو بمباريو له لامله د ولس په مرګ ژوبله غلی دی ، نه هغه توجېه كولاى شي او نه يې مخه نيولاى شي. ټول پرې چوپه خوله دي، پخپله د افغانستان ملی پارلیمان څو ځله په دې درې مياشتو كې د ملكي مرګ ژوبلې پر زياتېدو او د حكومت پر چوپتيا خبرې كړې حتی له امريكا سره يې د امنيتي تړون د لغوه كولو غږ هم اوچت كړى دى. خو زیاتره تر خبرو وو او عملی بڼه یې نده درلودلی او د جنرال نيكولسن د څرګندونو هدف هم په حقیقت کې دا دې چې هغه به بمبارۍ او د شپې چاپې نورې هم زياتې كړي، يوه نړيوال قدرت په سيمه كې د خپلوسیالانو د ماتولو او محدودولو يو ښه فرصت ترلاسه کړی دی ، هغه هم په پردۍ خاوره، د پرديو په كليو چې د دوى په زرګونو ټنه بارود او ګولۍ په مظلومو خلکو ورول کیږی ، او دا نړیوال قدرت یعنی امریکا د ملکیانو له تلفاتو هیڅ ډډه نه کوی .
افغان حكومت چی په يوه ظالمانه تړون كې ښكېل دى، كه د ملي پارلیمان غړي ځانونه د افغان ولس ريښتونی استازي بولي نو دوى دې د ټرمپ په ستراتېژۍ كې هېڅكله هم د خير خوبونه و نه ويني، دوى بايد د خپل ولس د ژغورنې په اړه خپل مسوليت ادا كړي، د دې ستراتېژۍ او د امريكايي وحشت مخنيوي لپاره دې لاس په كار شي، يوازې شعار ورکول هم ګټه نه لري بلکې عملاً دې د امنيتي تړون په اړه مسولانه بحثونه پيل كړي، په پردۍ جګړه كې دې د خپل ولس د وژلې مخه ونيسي.