دداعش ډلې ماتی د مسلمانانو لپاره دخوشحالۍ خبر دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59901-دداعش_ډلې_ماتی_د_مسلمانانو_لپاره_دخوشحالۍ_خبر_دی
زمونږخبریال وایی د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند غلام ربانی هدفمند داعش ترهګره ډله سرطانی غده وبلله او زیاته یې کړه په ټوله نړۍ کښې باید دغه سپیره ښکارنده له مینځه لاړه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2017 09:24 Asia/Kabul
  • داعش اراده لري په مسلمانانو کښې  مذهبي او قومي اختلافات واچوي .
    داعش اراده لري په مسلمانانو کښې مذهبي او قومي اختلافات واچوي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند غلام ربانی هدفمند داعش ترهګره ډله سرطانی غده وبلله او زیاته یې کړه په ټوله نړۍ کښې باید دغه سپیره ښکارنده له مینځه لاړه شی .

هغه وویل په سوریې او عراق کښې د داعش تکفیری ترهګرې ډلې په ماتی سره په مینځنی ختیځ کښې امنیت برابر شوی دی او خلک ارامش احساسوی .

غلام ربانی هدفمند وویل په عراق او سوریې کښې دمقاومت ځواکونو داعش تکفیری ډلې ته ښه درس ورکړ او  دغه ډله به هیڅکله جرات ونکړی دمسلمانانو پرضد جنایتونه وکړی .

دافغانستان دسیاسی مسایلوکارپیژاند غلام ربانی هدفمند په سوریې او عراق کښې د داعش ډلې په کامل ډول د له مینځه تلو په  خبر دخوشحالۍ په څرګندولو سره وویل دداعش ماتی د مسلمانانو لپاره ترټولو مهم خبر دی او دافغانستان خلک هم په دې خبرې خوشحال دی .

دافغانستان دغه شناند داسلام ددښمانانو پروګرامونه خطرناک وبلل او ویې ویل داعش اراده لری په مسلمانانو کښې  مذهبی او قومی اختلافات واچوی .