دداعش ډلې ماتی د مسلمانانو لپاره دخوشحالۍ خبر دی
-
داعش اراده لري په مسلمانانو کښې مذهبي او قومي اختلافات واچوي .
زمونږخبریال وایی د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند غلام ربانی هدفمند داعش ترهګره ډله سرطانی غده وبلله او زیاته یې کړه په ټوله نړۍ کښې باید دغه سپیره ښکارنده له مینځه لاړه شی .
هغه وویل په سوریې او عراق کښې د داعش تکفیری ترهګرې ډلې په ماتی سره په مینځنی ختیځ کښې امنیت برابر شوی دی او خلک ارامش احساسوی .
غلام ربانی هدفمند وویل په عراق او سوریې کښې دمقاومت ځواکونو داعش تکفیری ډلې ته ښه درس ورکړ او دغه ډله به هیڅکله جرات ونکړی دمسلمانانو پرضد جنایتونه وکړی .
دافغانستان دسیاسی مسایلوکارپیژاند غلام ربانی هدفمند په سوریې او عراق کښې د داعش ډلې په کامل ډول د له مینځه تلو په خبر دخوشحالۍ په څرګندولو سره وویل دداعش ماتی د مسلمانانو لپاره ترټولو مهم خبر دی او دافغانستان خلک هم په دې خبرې خوشحال دی .
دافغانستان دغه شناند داسلام ددښمانانو پروګرامونه خطرناک وبلل او ویې ویل داعش اراده لری په مسلمانانو کښې مذهبی او قومی اختلافات واچوی .