چین دافغانستان په بیا رغاونې کې رغنده رول لوبولو ته تیار دی
لی کی چیانګ زیاته کړې ، د اقتصادی اوتجارتی موضوعګانو په باب دچین او افغانستان دملګرتیاپراختیا باثباته او کرارې فضا ته اړتیا لری .
شین هوا خبری آژانس راپورورکړ د چین لومړی وزیر لی کی چیانګ پرون مازدګیر دروسیې په سوچی کې د شانګهائی موسسې دشپاړسمې غونډې په څنډې کې د افغانستان دملی وحدت حکومت له اجرائی مشر عبدا.... عبدا.... سره په کتنې کې دافغانستان د ولس د سیاسی پخلاینې اوسولې له بهیره دچین دبشپړ ملاتړ خبر ورکړ .
لی کی چیانګ زیاته کړې ، د اقتصادی اوتجارتی موضوعګانو په باب دچین او افغانستان دملګرتیاپراختیا باثباته او کرارې فضا ته اړتیا لری .
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر هم په دغې کتنې کې د دواړخیزو اړیکو دوام د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو لپاره مهم وباله او دغه راز ئې په کابل کې د پخلاینې دبهیر دپیاوړتیا او داقتصادی اوتجارتی جوړښت په پراختیا کې د چین د مثبت رول په زمنیې کې د دغه هیواد هلې ځلې وستایلې .
چین ، قزاقستان ،روسیه قرقزستان ،تاجکستان ،ازبکستان ،هندوستان او پاکستان دشانګهائی موسسې دایمی غړی شمیرل کیږی او ایران ،افغانستان ،سپینه روسیه اومنګولیا څلور ناظر یا څارونکو هیوادونو په توګه پکې شامل دی