سوله او ثبات د درستي سیمي په ګټه دی
په دغې غونډې کې چې د پآکستان دخارجه وزیر خواجه آصف ، دچین دخارجه وزیر وانګ ژی ا و دافغانستان دخارجه وزیر صلاح الدین ربانی په شتون سره ترسره شوه، پخپلو کې د اعتماد دفضا ، مفاهمت ، ملګرتیا ، امنیت اوغږملتیا او دغه راز د ترهه ګرۍ په ضد دمبارزې هڅې او سیمه ایزې غږملتیاوې هم وسپړل شوې .
زمونږخبریال دجنګ انټرنیتی سایټ له قوله راپور راکړ دچین په بیجینګ کې د چین پاکستان او افغانستان دخارجه وزیرانو په درې اړخیزې ناستې کې درو واړو هیوادونو د سولې دبهیر په پیاوړتیا سره مواقه کړې او وئیلی ئې دی باید دافغانستان شخړه له سیاسی لارې حل شی .
د دې درې اړخیزې ناستې وروسته د پاکستان خارجه وزیر خواجه آصف په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د دغې درې اړخیزې ناستې له خوا په افغانستان کې د تل پاتې امن لپاره هیله مندیوو او پاکستان د افغانستان د سولې دپروژې دپرمخ بیولو او بریالیتوب په تمه دی ،دراتلونکی ترقی او امنیت دمونږ ټولو په ګټه دی ځکه زمونږ پولې سره ګډې دی او امن او سوله دمونږ ټولو یو هدف دی .
په دغې درې اړخیزې ناستې کې دچین او افغانستان خارجه وزیرانو یو ځل بیا طالبانو ته د خبرواترو بلنه ورکړه ، او افغان خارجه زویر صلاح الدین ربانی هم پخپلو څرګندونو کې وئیلی په سیمې کې د ترهه ګرو د کرارو پټنځایونو هیڅ امکان نشته
راپورښئ په دغې درې اړخیزې ناستې کې فیصله شوې څو د مشورو لپاره مواصلاتی نظام برابر کړی ځکه درې واړه هیوادونه د سیاسی او روغې جوړې د بهیر په پیاوړی کولو سره موافق دی .