ایا په افغانستان کی داعش هماغه دحقانی ډله ده ؟
د افغانستان د پخوای ولسمشر حامد کرزی په وینا د افغانستان هوایی حریم سل په سله د امریکایانو په کنټرول کی دی نو بیا څرنګه د داعش کسان په افغانستان کی هاخوا دیخوا ځای پر ځای کیږی ؟
د تهران د پښتو راډیو له راپوره سره سم ، د افغانستان دفاع وزارت وایی داعش په افغانستان کی د خونړیو حملو مسولیت د دسیمې د استخباراتو په تیره بیا د پاکستان د ای ایس ای په حکم پر غاړه اخلی . د افغانستان د دفاع وزارت د ویندوی مرستیال ښاغلی محمد راد منش چی د شورو په ورځ یې له یوې لویدیځې رسندوې سره خبرې کولې وویل داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزېږي او کله چې هر ه ترهه ګره ډله په افغانستان کې ترورېستي عمل ترسره کوي د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ د دې لپاره چې امتیاز ترلاسه کړي اعلانوي چې داعش په افغانستان کې ګواښونه رامنځته کوي، خو داسې نهده داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده . د ښاغلي رادمنش په خبره په افغانستان کې ډېری حملې د حقاني شبکې له لوري ترسره کېږي، خو یوازې مسؤلیتیې داعش ډله مني .
دا په داسې حال کی دی چی د افغانستان د پارلیمان یوه غړی عبدالله قرلق هم په دې هکله وایی په افغانستان کې ډېری حملې او حرکتونه د طالبانو او حقاني شبکې پورې اړه لري، خو لکه څنګه چې د پاکستان استخبارات هم دلته فعال دي نو دا حملې ځکه داعش ته منسوبېږي چې د هغوی رول کم وښودل شي او وښودل شی چی دا د داعش کار دی او دا یوه نړیواله دله ده او له پاکستان سره هیڅ ارتباط نلری . په دې اساس هڅه کوی چی خپل او د حقانی شبکې رول پټ وساتی .
د یادولو ده چی تر ۲۰۱۴ میلادی کاله پورې په افغانستان کی د داعش نوم نه اوریدل کیده خو کله چی د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ میلادی کال د جون په ۱۵ نیټه د پاکستان په شمالی وزیرستان کی ترهه ګرو پرضد عملیات پیل کړل ، نو د القاعدې اکثره ترهه ګر او همداراز هغه پاکستانی طالبان او د حقانی شبکې کسان چی په شمالی وزیرستان کی پراته وو او دغه سیمه یې د نړیوالې ترهه ګرۍ د تولید په سترې کارخانی بدله کړی وه ، د دې په ځای چی د پاکستان دپوځ په عملیاتو کی له مینځه لاړ شی ، له عملیاتو پیلدیا مخکې افغانستان ته وشړل شول . په همدې کال کی په افغانستان کې د داعش نوم هم واوریدل شو او د القاعدې پخوانی ازبک ، تاجیک ، چیچن او ایغور توکمه غړیو له داعش ډلې سره بیعت وکړ . په لومړیو کی د طالبانو یوه مشر ملا عبدالروف خادم د غو کسانو مشری چی له داعش سره یې بیعت کړی وو ، پرغاړه واخیسته او د هغه له وژل کیدا وروسته د پاکستان د طالبانو د یوه مشر حافظ سعید چی افغانستان ته شړل شوی وو ، د ابوبکر بغدادی لخوا د خراسان ولایت د امیر په توګه وټاکل شو چی بیا وروسته هغه هم په هوایی حمله کی ووژل شو .
د یادولو ده چی په دغو درستو ډلو کی چی مخکې یې ذکر وشو د حقانی شبکه هغه ډله ده چی د پاکستان د ای ایس ای لخوا ملاتړ کیږی ، د دغې ډیر کم غړی افغانستان ته ورکش ویل شول او زیاتره غړی یې په اورکزۍ او کورم ایجنسۍ کې امنو سیمو ته انتقال شول او د دغې شبکې مشران هم په مشخصو ادرسونو په اسلام اباد کی میشت دی او د ځانګړو عملیاتو لپاره د ددغې شبکې کسان کابل او د افغانستان نورو سیمو ته ورلیږل کیږی . دا په داسی حال کی دی چی د افغانستان د پارلیمان د مهم غړی حاجی ظاهر قدیر په شمول د افغانستان مسول کسان له دو ، دریو کلونو راهیسې د پارلیمان په څرګندو غونډو کی ویلی دی چی د داعش کسان د افغانستان دننه دبهرنیو عسکرو په چورلکو او اولوتکو کی یو ځای بل ځای منتقل کیږی چی د افغانستان د پخوای ولسمشر حامد کرزی په وینا د افغانستان هوایی حریم سل په سله د امریکایانو په کنټرول کی دی نو بیا څرنګه د داعش کسان په افغانستان کی هاخوا دیخوا ځای پر ځای کیږی ؟
د تهران پښتو راډیو د افغانستان د دفاع وزارت د ادعا په ارتباط د ټیلی فون په لیکه د پاکستان د نیشنل عوامی پارټۍ د یوه مهم مشر او تکړه حقوقو پوه لطیف افریدی نظر وپوښته چی هغه په ځواب کی وویل دا درستې لوبې د پاکستان استخباراتی اداره ای ایس ای پرمخ بیایی ، کسان هماغه کسان دی خو یوازې پرې بیلا بیل نومونه کیښودل کیږی . افریدی چی پخپله هم د خیبر ایجنسۍ دې ، زیاتوی چی په خیبر ایجنسۍ کی درست خلک شاهدان دی چی د پاکستان ای ایس ای څرنګه د حقانی شبکې کسان افغانستان ته د وران کارو عملیاتو لپاره ورلیږی او د دې لپاره چی پاکستان تورن نشی نو په طالبانو او حقانی شبکه کی له ځینو کسانو دداعش په نوم استفاده کوی .
د افغانستان د علومو په اکیډمۍ کې د دایره المعارف د مرکز مشر ښاغلی حبیب ا... رفیع هم زمونږ سره په ټیلی فون خبرو کې په دې باره کی وویل د افغانستان او پاکستان په وړاندی د امریکا سیاست یو شانته دی چی د د واکمن پلاوی یا اسټبلشمنټ لخوا غوره کیږی . په امریکا کی هر ولسمشر چی راځی د واکمن پلاوی سیاستونه عملی کوی او سټراټیجۍ یې یوه ده خو یوازې تاکتیکونه متفاوت دی . د رفیع په وینا ، بوش او اوباما یوه روده درلوده او زیاتره یې په سیاست او نرمې ډیپلوماسي سره عمل کاوه ، خو ټرمپ چی سیاستوال ندی ، له پاکستان سره په غیر ډیپلوماتیکه او سختې رودې چلند کوی . خو رفیع جوته کړه امریکا او پاکستان په ډیرو سیمه ایزو سیاستونو کی غږمله دی ، امریکا هم پاکستان ته اړتیا لری . د افغانستان دغه کلتوری شخصیت ، د افغانستان جنګ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا یوه ستره لوبه وبلله چی امریکا په دغه لوبه کی له پاکستانه د میلیارډونو ډالرو په ورکولو سره د یوې لوبتکی په توګه استفاده کوی .