دسیمې ستر هیوادونه او دامریکا د جنګ نغارې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64239-دسیمې_ستر_هیوادونه_او_دامریکا_د_جنګ_نغارې
په افغانستان کې د ناټو ځواک یوه ویندوی توماس ګرسَبک په یوې مرکې کې وئیلی دی چې په افغانستان کې د امنیت دتامینیدا او د یوه روښانه راتلونکی لپاره امریکا او ناټو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او دوی به یوازې پرې نه ږدی،اوله طالبانو هم غواړی چې د سولې د خبرواترو لپاره دې تیار شی ،که داسې نه وی نو بیا به د جنګ په ډګر کې ووژل شی ، مونږ نیواکګر نه یوو ،دا دطالبانو پروپیګنډه ده،مونږ تیار یوو چې دافغانانو ترڅنګ دکابل له حکومت سره کار وکړوو.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 26, 2018 13:45 Asia/Kabul
  • دسیمې ستر هیوادونه او دامریکا د جنګ نغارې

په افغانستان کې د ناټو ځواک یوه ویندوی توماس ګرسَبک په یوې مرکې کې وئیلی دی چې په افغانستان کې د امنیت دتامینیدا او د یوه روښانه راتلونکی لپاره امریکا او ناټو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او دوی به یوازې پرې نه ږدی،اوله طالبانو هم غواړی چې د سولې د خبرواترو لپاره دې تیار شی ،که داسې نه وی نو بیا به د جنګ په ډګر کې ووژل شی ، مونږ نیواکګر نه یوو ،دا دطالبانو پروپیګنډه ده،مونږ تیار یوو چې دافغانانو ترڅنګ دکابل له حکومت سره کار وکړوو.

په افغانستان کې د یره دناټو ځواک  چارواکی  وائی د کابل حکومت  له چارواکو سره په یوې داسې موضوع کار کوی ، چې وسلوال طالبان  یا د سولې دخبرواترو لپاره  تیار شی او  هم دجنګ په ډګر کې مرګ  ته چمتو شی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  په افغانستان کې د ناټو ځواک  یوه ویندوی  توماس ګر سبَک  په یوې مرکې کې وئیلی دی  چې  په افغانستان کې د امنیت دتامینیدا او د یوه روښانه راتلونکی  لپاره  امریکا او  ناټو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او دوی  به یوازې  پرې نه ږدی،اوله طالبانو هم غواړی  چې د سولې د خبرواترو لپاره دې تیار شی ،که داسې نه وی نو بیا به د جنګ په ډګر  کې ووژل شی ، مونږ نیواکګر نه یوو ،دا دطالبانو  پروپیګنډه ده،مونږ تیار یوو چې   دافغانانو ترڅنګ   دکابل له حکومت سره کار وکړوو.

***.  داپه داسې حال کې دی چې د  افغانستان د سولې دعالی شورا  ویندوی  آمین الدین  مظفری  هم وئیلی دی ، افغان حکومت  توانیدلی دی  دسولې دخبرواترو  په اړه   په سیمې او نړۍ کې  یوه اجماع  رامینځةکړی .  دهغه په وینا، هیله کیږی ،  هغه  هلې ځلې چې  دسولې په زمینې کې روانې دی ، ډیر زر یوې ښې نتیجې ته ورسیږی .

 داپه داسې حال  کې دی چې  دافغانستان حکومت  دتیرې شنبې په شپه   دهغې وسلوالې حملې په ارتباط چې په کابل کې په انټرکانټی نینټل هوټل  شوی  او طالبانو ئې مسئولیّت منلی،وئیلی دی،هغه وسلوال کسان چې په دغې حملې کې ئې لاس درلودلی،په پاکستان کې محفوظ پټنځایونه لری.*** 

له دې وروسته چې  طالبانو   په کابل کې  په انټرکانټی نینټل  هوټل د حملې پړه په غاړه واخسته ، امریکائی چارواکو هم  پر پاکستان غږ  وکړ ، د هغو طالبانو مشران  چې  په دغه هوټل  په حملې کې ئې  لاس درلودلی ،ونیسی  او له هیواده ئې وشړی .   واشتګټن     دپنجشبنې په ورځې  هم  یو خل بیا  پاکستان ته خبرداری ورکړی چې  دطالبانو اوحقانی چینل په ضد دې خپل  اقدامات  لازیات کړی  او  دامریکا  د خزانې وزارت هم  د طالبانو او حقانی چینل  شپږ  مشران د  بندیزونو او  اوترهه ګرو په تورلیسټ کې  ورزیات کړی دی .

 دا چې  په افغانستان کې  دیره د امریکا اوناټو عسکر  څومره    په افغانستان کې  دجنګ   دختمولو او دسولې د ټینګیدا  په اړه ، هغه که دسولې له لارې وی او که د جدی جنګ له لارې ، جدی  دی ،   دتهران ریډیو د پښتو خپرونې  په دې باب د    افغانستان  دسټراټژیکو څیړنو د مطالعاتو  دمرکز  له مشر او د کابل نیوز  ټیلیویژنی چینل  له مسئول  غلام جیلانی ځواک سره  دټیلیفون له لارې  خبرې کړی ، چې  هغه  هم په ځواب کې وئیلی دی ، په دې باب  طالبانو ته په خبرداری ورکولو کې  د ناټوځواک  دویندوی  کارول شوی ادبیات چې  طالبان دې سوله ته حاضر شی ،ګنی ، دجنګ په ډګر کې به ووژل شی، ښئ، چې  بهرنی عسکر په تیره بیا امریکائی پوځیان اصلا نیّت نه لری ،  په افغانستان کې د جنګ په ځای  سوله  وکاروی ، په خبرداری اوګواښ کې   له دغه ډول  لهجې  استفاده  په حقیقت کې  طالبان   لازیات د جنګ دوام ته هڅوی . د ښاغلی ځواک په وینا،   امریکا  نه   دسولې په اړه    څه خاص اقدام کړی دی  او  نه ئې هم  د وسلوالو مخالفانو دله مینځه وړلو لپاره  څه خاص ترتیبات  نیولی دی .

 دافغانستان د سټراټژیکو مطالعاتو د مرکز مشر  همداراز  په پاکستان کې د طالبانو او حقانی چینل د ترهه ګرو   د پټنځایونو   د تباه کولو په باب   دغه هیواد ته دامریکا  پرله پسې  خبرداریو ته په اشارې سره  هم  ووئیل ،   دا ټول یو زرګری  او نمایشی جنګ  دی ،  پر پاکستان دامریکا دباؤنه    له چین سره د پاکستان د اقتصادی کریډور  په خاطر دی  چې  امریکا دا د خپلو ملی ګټو په ضد ګڼی .  دهغه په وینا،  د طالبانو او حقانی چینل مشران په اسلام آباد ،کویټه اوپیښور کې  مشخص ځایونه او ادریسونه لری ،که  امریکا نه غوښتلی ، نو پاکستان    له هماغه پیله   دغو کسانو اوډلو ته پخپلې خاورې کې ځای نه شو ورکولئ.  د کابل  نیوز ټیلیویژنی چینل  مشر  همداراز ووئیل ، البته چې  امریکا دطالبانو دکمزوری کولو او له مینځه وړلو نیّت  لری،خو   په افغانستان کې  د جنګ دختمولو په  موخې سره نه ،بلکې  غواړی  په دغه کار سره  په افغانستان کې داعش ترهه ګره ډله پیاوړی کړی  او  هڅه کوی ، د طالبانو یو شمیر مشران   دسولې    په پروسې کې ورګډ کړی  چې  هیڅ اغیزې نه لری ، او د  وکیل احمد متوکل ،  ملاعبدالسلام ضعیف  او دګلبدین حکمتیار  په څیر   په کابل کې دیره شی  او زیاتره  طالبان   په داعش ډلې کې جذب کړی ، ځکه ،  د ښاغلی  ځواک په وینا،  امریکا اوس  خپلې اصلی موخې  ښکاره کړی دی  او په ډاګه ئې  روښانه کړې ده ،  چې  دامریکاپوځی  سټراټژی  نوره له ترهه ګرۍ سره  پر مبارزې نه ،بلکې له چین اوروسیې سره پرمقابلې  متمرکزه ده   . غلام جیلانی ځواک  همداراز  په سیمې کې دامریکا  په دغې سترې اوخطرناکې لوبې کې د افغان  حکومت   رول ته په اشارې سره  وئیلی ، له بده مرغه  افغان حکومت  چې  د امریکا  دلاس لوبتکه جوړه شوی ، په د غې لوبې کې  له امریکا سره شریک  دی  او  همدغه افغان حکومت  له امریکا سره د امنیتی تړون  په لاسلیک کولو سره ،   واشنګټن ته په افغانستان کې د  پوځی مرکزونو او اډو  دجوړولو ا جازت ورکړی  دی او   دغه  پوځی مرکزونه   په افغانستان کې دامریکا  دسیمې  له سیالو قدرتونو سره  د مخامخیدا او مقابلې  لپاره جوړ شوی دی .  هغه دغه راز زیاته کړې ده ،  دامریکا    نوی ادبیات او ګواښونه ښئ  چې په افغانستان کې روان جنګ   یوې خطرناکې مرحلې   په   واریدیدو دی ، امریکا  ،  پخپلو دغو  استعماری او  غلیمانه   سیاست سره  خپل  سیال هیوادونه   جنګ  ته وربولی او  دهغو په وړاندې د جنګ نغارې غږوی ، چې باید  په یوې سیمه ایزې اجماع سره  د دغه جنګ   د خطرناک کیدا مخنیوی وشی  ګنی  راتلونکی به دومره خطرناک وی چې بیا به هیڅوک   هم کنټرول نه کړی .

( لیکوال :  عاشق حسین طوری )