په افغانستان کی د امریکا سټراټیجۍ ماته خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64501-په_افغانستان_کی_د_امریکا_سټراټیجۍ_ماته_خوړلی_ده
د سیمې او ګاونډی هیوادونه هم باید په افغانستان کی د امریکا روانه خطرناکه لوبه د ځان لپاره هم لومه وبولی او کومه چاره یې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2018 08:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کی د امریکا سټراټیجۍ ماته خوړلی ده

د سیمې او ګاونډی هیوادونه هم باید په افغانستان کی د امریکا روانه خطرناکه لوبه د ځان لپاره هم لومه وبولی او کومه چاره یې وکړی .

 د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم له درې څلورو كلونو راهيسې د امريكايي پوځي او استخباراتي چارواكيو لخوا چې د افغانستان د امنيتي وضعیت اټكلونو ته لږ ځیر شو او ویې جاجوو نو  زياتره يې پوره شوې دي، د بیلګې په توګه دوى هر راتلونكى كال تر تېر كال له امنيتي ننګونو سخت ښودلى چې همداسې شوي دي. دا يې ويلي دي چې په اطرافو كې به وسله وال مخالفين په زور كې وي خو لوى ښارونه به د  افغان حكومت په لاس كې وي، چې همداسې شوي دي.

يوازې يوه وړاندوېنه د وخت په تېرېدو غلطه ختلې ده اوهغه دا چې د امريكا پوځي چارواكو دغه خبره ډېره تكرار كړې ده چې وسله وال مخالفين به نرم هدفونه ډېر په نښه كړي. معنا دا چې غيرپوځي ځايونه به نښه كړي خوافغانان او نړیوال  دا دى د دې شاهدان دی  چې په كابل كې هغه د ټينګ امنيت لرونكې ساحې، د مزار قول اردو، د قرغې كنډك، په كندهار او ګرديز كې او په لسګونو نور لوى پوځي مركزونه هم تر بريد لاندې راغلل او هغه د نرم هدف نښه كولو اټكلونه تر ډېره غلط ووتل. كه څه هم په دې سختو هدفونو كې هم اصلي مرګ ژوبله تر پوځيانو عامو خلكو ته زياته اوښتې ده.

اوس افغانان چی  په تېرو لسو ورځو كې په كابل كې د دريو خونړيو بريدونو شاهدان دی چې مرګ ژوبله يې سلګونو تنو ته رسېږي دا ښيي چې افغانستان پر ډېر بد وضعيت كې دى. د امنيتي تړون نسخه ناكامه وه افغانولس   ته يې نه یوازې  امن را نه وړ بلکې د د واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ د  هغه راپور په اساس چی په وروستۍ ګڼه کې یې لیکلی دی ، د افغانستان لپاره د ټرمپ  نوی سټراټیجۍ  هم ناکامه شوی  او ماته یې خوړلی ده  ، د ټرمپ د دغې سټراټیجۍ له اعلانیدا وروسته په افغانستان کی جنګ سخت شوی دی  او که د افغانستان د ملی دولت کړچار چی د امریکا د هغه وخت د خارجه وزیر جان کیری په نسخه جوړ شوی ، لږ پام وکړو نو وبه ښی چی دغې نسخې هم سخته ماته خوړلی ده . له ټولو مهمه د ا چی په بهرنیو په تیره بیا امریکایی عسکرو د تکیې نتیجه هم د ویر اوماتمونو د زياتېدو لامل شوه،  او اوس دې ته اړتيا ده چې پر دې نوي وضعيت له سره غور وشي.

دوه ورځې مخکې  چې د جمهوريت روغتون مخې ته د بريدونو په تړاو امنيتي مسوولينو خبرې ناسته درلوده چی پکې كليشه ای  خبرې تكرار شوې چې موخه یوازې هسې د اذهانو بوخت ساتل وو. امنيتي مسؤولين وايي ځانمرګي بريدونه خو په اروپا كې هم كېږي د داسې بريدونو مخنيوى ممكن نه دى ، ایا واقعا دا منطقی سپیناوې دې یا دا چی له مسولیته تیښته ده ؟

د كابل د وروستيو دريو بريدونو مرګ ژوبله او وحشت  د اروپا د تېرو څلورو لسيزو له بريدو سره د پرتلې وړ نه دى، د لندن، مادريد، پاريس او بروكسل د ټولو بريدونو مرګ ژوبله چې په تېرو څلورو لسيزو كې ترسره شوي د كابل د تېرې يوې نيمې اونۍ له مرګ ژوبلې لږ وه. دلته خو اوس داسې بريدونه د هرې ورځې خبره شوه نو بيا دا استدلال څومره مسخره دى چې داسې بريدونه خو په اروپا كې هم كېږي.

واقعيت دا دى چې كه له نړۍ سره له اړيكو او ژمنو تر نورو مسايلو پر هر څه له سره فكر ونشي او هر څه له سره تعريف نشي افغانستان  د بربادۍ په لور روان دی چی دغه تباهی به د سیمې نور هیوادونه په تیره بیا ګاونډیان هم ځان سره خراب کړی ، پر دې اساس د سیمې او ګاونډی هیوادونه هم باید په افغانستان کی د امریکا روانه  خطرناکه لوبه د ځان لپاره هم لومه وبولی او کومه چاره یې وکړی .