دافغانستان ولسمشر له ترهګرو سره په مبارزې ټینګار وکړ
-
کریم خلیلي په افغانستان کښې د ترهګرو لخوا د ځواک د جذبولو د مخنیوي لپاره د هڅو په دوام ټینګار وکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کښې د صلحې د لوړې شورا دعمومی ټولنې په غونډې کښې د ترهګرو تر کاملې نابودۍ پورې له هغوې سره دمبارزې په دوام ټینګار وکړ .
هغه وویل دافغانستان حکومت له ترهګرو سره جنګ او مبارزې ته دوام ورکوی او په څنګ کښې په هیواد کښې د صلحې د ټینګیدا هڅه هم کوی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د صلحې دلوړې شورا له غړیو وغوښتل په هیواد کښې دصلحې د ټینګیدا لپاره عملی لارې چارې وړاندې کړی .
دافغانستان دصلحې دلوړې شورا مشر عبدالکریم خلیلی هم په دغه غونډې کښې د اشرف غنی په حکومت غږ وکړ د جوړښتی اصلاحاتو په اعمالولو سره په هیواد کښې دپایداره صلحې دټینګیدا لپاره د ښې زمینې په رامینځته کولو کښې مرسته وکړی .
هغه په عین حال کښې په افغانستان کښې د ترهګرو لخوا د ځواک د جذبولو د مخنیوی لپاره د هڅو په دوام ټینګار وکړ .