دافغانستان ا و پاکستان ترمینځ دبې باؤرۍ علت څه کیدلی شی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64871-دافغانستان_ا_و_پاکستان_ترمینځ_دبې_باؤرۍ_علت_څه_کیدلی_شی
حقیقت دادی چې ، دامریکا سیاست او سټراټژی له روسیې ،چین او ایران سره په مخامخیدا متمرکزه ده او په همدې خاطر امریکا نیّت نه لری ، په افغانستان کې جنګ ختم کړی ، دغه راز امریکا اجازت نه ورکوی ، افغانستان او پاکستان دواړه ګاونډی هیوادونه سره ملګرتیا ولرل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2018 11:52 Asia/Kabul
  • دافغانستان ا و پاکستان ترمینځ دبې باؤرۍ علت څه کیدلی شی ؟

حقیقت دادی چې ، دامریکا سیاست او سټراټژی له روسیې ،چین او ایران سره په مخامخیدا متمرکزه ده او په همدې خاطر امریکا نیّت نه لری ، په افغانستان کې جنګ ختم کړی ، دغه راز امریکا اجازت نه ورکوی ، افغانستان او پاکستان دواړه ګاونډی هیوادونه سره ملګرتیا ولرل شی .

دافغانستان دخارجه وزارت ځینو چارواکو وئیلی دی ، د پاکستان چارواکی حاضر شوی ، څو  له افغانستان سره   په کابل کې د وروستیو خونړیو   حملو په باب ګډې څیړنې وکړی . 

 زمونږ خبریال راپورراکړی ، دافغانستان د خارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی  په کابل کې  په  خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ،  دپاکستان  د خارجه وزارت   د مرستیالې  میرمن تهمینه جنجوعه  په مشرۍ  دپاکستان د لوړ پوړو سیاسی اوپوځی چارواکو  یو پلاوی  پرون کابل ته راغلی  او  د کابل د  وروستیو  خونړیو  حملو  په اړه  له افغان لوری سره   خبرې اترې او بحثونه کړی دی .  د هغه په وینا، میرمن  تهمینه جنجوعه  له خپل ا فغان  همڅنګ   حکمت خلیل کرزی سره  په کتنې  کې    په افغانستان کې د  سولې  درامینځةکیدا دڅرنګوالی په باب خبرې اترې کړی دی .شکیل مستغنی دغه راز زیاته کړې ، د دواړو هیوادونو د ګډ اقدام  پروګرام ،   له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  او دتاؤتریخوالی دکمولو ،  دسولې او آرامښت   درامینځةکیدا او  دکډوالو دبیرته ستنیدا په زمینې کې پر خبرواترو متمرکز   دی .    مستغنی په دوام کې وئیلی  دواړو لورو ژمنه کړې  چې   په دې  اړه خپلو خبرواترو ته دوام ورکړی څو    په نتیجې کې یوې موافقې ته ورسیږی ، په همدې دلیل  فیصله شوې چې  ورپسې غونډه د   د د روان ۱۳۹۶لمریز کال د سلواغې په  شلمه او یویشتمه  نیټه  په اسلام اباد کې ترسره شی .  داپه   داسې حال کې دی چې   دافغانستان دکورنیو چارو وزیر ویس برمک  او دافغانستان د ملی امنیت د ادارې  مشر  معصوم ستانکزی   چې د تیرې  چارشنبې په ورځې   ئې اسلام اباد ته سفر کړی ؤ،او بیرته کابل ته ستانه  شوی دی،هغه   نه انکاریدونکی شواهد اوسندونه چې ښئ،د کابل وروستۍخونړۍحملې په پاکستان کې پلان شوی وې ،  پاکستانیو چارواکو ته سپارلی دی،د افغانستان د امنیتی چارواکو  په وینا، ټاکل شوې وه،دپاکستان  پلاوی،په اسلام اباد کې د افغان پلاوی له خوا  مطرح شوی  پوښتنو ته   ځوابونه ووائی ، چې  دکابل په پرونیو خبرو کې  د هغو پوښتنو دځوابونو په باب هیڅ ونه وئیل شول .

 دا چې دافغانستان او پاکستان دخارجه وزارتونو دلوړپوړو چارواکو  خبرواترو څه نتیجه درلودلی ؟،دتهران  دپښتو  خپرونې خبریال    دهمدې موضوع په باب  دپاکستان  د یوه تکړه ژورنالیسټ او په پیښو رکې د نیوز ورځپاڼې له بیورو چیف ښاغلی رحیم ا... یوسفزی  سره  دټیلیفون له لارې خبرې وکړې ، چې هغه هم په ځواب کې  ووئیل ،  مخکې هم د افغانستان او پاکستان   دلوړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو  پلاؤ سفرونه کړی  او ټاکل شوې وه ، چې   ګډې کمیټې جوړې ا و  د دواړو هیوادونو ترمینځ   مسئلې او موضوعګانې وسپړل شی  او څیړنې پرې وشی ، خو د  رحیم ا... یوسفزئ په وینا،  د دواړو   هیوادونو دحکومتونو ترمینځ بې باؤری تر دې حده ده چې   اجازت نه ورکوی ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ جدی او دقیقه ملګرتیا وشی ، هغه  تیر کال  کابل ته د پاکستان د پوځ دعمومی قوماندان  جنرال قمر جاوید باجوه  سفر ته په اشارې سره  وئیلی ، په دغه سفر کې  ټاکل شوې وه ، چې  د پاکستان دپوځ  استخباراتی اداره  ،آئی ایس آئی  او د  افغانستان  دملی امنیت اداره  این  ډی ایس   پخپلو  کې سره ملګرتیا وکړی ، خو   دپاکستان  په استخباراتی ادارې آئی ایس آئی   د افغانستان دملی امنیت د ادارې   این ډی ایف   دبې باؤرۍ په خاطر  دا کار ونه شو .  هغه زیاته کړې ،  چې اوس هم لیرې ښکاری   دواړه هیوادونه   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  په زمینې کې  سره کومه ملګرتیاوکړی .  هغه همداراز  دامریکا سیمه ایز سیاستونو ته په اشارې سره  ووئیل ، یا  خو  حقیقت دادی چې ،   دامریکا سیاست او سټراټژی   له روسیې ،چین او ایران سره  په مخامخیدا  متمرکزه ده او   په همدې خاطر  امریکا نیّت نه لری  ، په افغانستان کې جنګ  ختم کړی ،  دغه  راز  امریکا  اجازت نه ورکوی ،   افغانستان او پاکستان  دواړه ګاونډی هیوادونه  سره  ملګرتیا ولرل شی .  خو  دافغانستان  د دیموکراسۍ  او هراړخیزې پراختیا  د ګوند مشر  شیر محمد   برزګر  هم له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې  په دې باب ووئیل ،  له ترهه ګرۍ  سره  په مبارزې  کې  د پآکستان  ژمنې او خبرې  د عمومی افکارو  د غړولو لپاره کیږی څو ووائی ، چې  دغه هیواد له ترهه ګرۍ  سره په مبارزې کې  جدی دی .  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې د امریکا  دسیاست په باب هم  ښاغلی برزګر  د رحیم ا... یوسفزی  دخبرو په تائیدولو سره   زیاته کړې ،  که امریکا  له زړۀ  غوښتلئ ،نو دافغانستان جنګ د ومره  نه اوږدید ،خو لکه څنګه چې  امریکا  سیمه ایزې موخې لری او  دهغو دپوره کیدا لپاره    په افغانستان کې د  جنګ دوام ته اړتیا لری ،پر پاکستان  دامریکا  دامریکا ددباؤنو په باب  ووئیل ، دغه دباؤنه  زرګری دی . 

 دافغانستان د دغه سیاستوال په وینا، پاکستان  په سیمې کې دامریکا د یوه تاڼیدار    رول لوبوی . لکه څنګه چې  د  جنرال مک کنډی ا و  جنرال جوزف  ووټل  هم پخپلو وروستیو څرګندونو کې  د ډونالډ ټرمپ  د خبرو په اپوټه    پاکستان  په سیمې کې  دخپل سټراژیک مهم یوه برخه  بللی او وئیلی ئې دی  چې  دپاکستان  په ضد به  هیڅکله هم پوځی عملیات  ونه کړی . جنرال  جوزف دغه راز زیاته کړې ،  دامریکا دملی ګټو اوپوځی سټراټژۍ لپاره   پاکستان دیر مهم   دی .

(لیکوال : عاشق حسین طوری )