په افغانستان کې دطالبانو د وسلو دمنتقلولو عامل ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65321-په_افغانستان_کې_دطالبانو_د_وسلو_دمنتقلولو_عامل_ونیول_شو
دحقانی ترهه ګرې ډلې مشران اوکمانډران په پآ کستان کې دیره دی او په کرتو افغان چارواکو له دغو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره د پاکستان دحکومت دجدی چلند غوښتنه کړې ده . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان سیاسی اوپوځی چارواکی د افغان چارواکو دغه ډول تورونه تل رد کړی او وئیلی ئې دی چې دافغانستان چارواکو ته پکار ده د تورونو دلګولو په ځای دې له ترهه ګرو سره جدی مبارزه وکړی او پاکستان تل په دې چارې کې له افغانستان سره مرسته کړې او بیا به ئې هم وکړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 10, 2018 17:35 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دطالبانو د وسلو دمنتقلولو عامل ونیول شو

دحقانی ترهه ګرې ډلې مشران اوکمانډران په پآ کستان کې دیره دی او په کرتو افغان چارواکو له دغو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره د پاکستان دحکومت دجدی چلند غوښتنه کړې ده . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان سیاسی اوپوځی چارواکی د افغان چارواکو دغه ډول تورونه تل رد کړی او وئیلی ئې دی چې دافغانستان چارواکو ته پکار ده د تورونو دلګولو په ځای دې له ترهه ګرو سره جدی مبارزه وکړی او پاکستان تل په دې چارې کې له افغانستان سره مرسته کړې او بیا به ئې هم وکړی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  دافغانستان دملی  امنیت د ادارې مطبوعاتی دفتر  نن د یوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،   ا... ګل  چې پاکستانی ښاریز دی  او  دطالبانو ډلې د وسلو او  مهماتو  دمنتقلولو  مسئولیّت  ئې په غاړه درلود، نن  دپکتیکا ولایت په   اورګون ولسوالۍ کې  افغان امنیتی مامورانو ونیوۀ.

 له هغه همداراز  یوشمیر وسلې  او مهمات  هم کشف اوضبط شوی چې  هغه دهغه په وینا،  نیّت ئې درلودو  دترهه ګرو حملو لپاره  ئې  غزنی ولایت  ته منتقل کړی .

 بل خبر دا چې  د عبدالقدوس په نامه دحقانی ترهه ګرې ډلې  یو قوماندان  هم  په پکتیکا ولایت کې  په یوسف خیلو ولسوالۍ کې   له افغان امنیتی مامورانو سره  په نښتې کې  وژل شوی او درې نور ملګری ئې  ټپیان شوی دی .

    دحقانی ترهه ګرې  ډلې   مشران اوکمانډران په پآ کستان کې دیره دی او  په کرتو  افغان چارواکو   له دغو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره  د پاکستان دحکومت دجدی چلند غوښتنه کړې ده .  داپه داسې حال کې دی چې  دپاکستان سیاسی اوپوځی چارواکی د افغان چارواکو دغه ډول تورونه تل  رد کړی  او وئیلی ئې  دی  چې دافغانستان  چارواکو ته پکار ده د تورونو دلګولو په ځای دې  له ترهه ګرو سره  جدی مبارزه وکړی او دخپل ملت  دکړاؤنو دختمولو لپاره دې لاس په کار شی .  او  پاکستان تل په دې چارې کې له افغانستان سره مرسته کړې او بیا به  ئې هم وکړی .