راتلونکې مياشت دافغانستان، پاکستان او انډونیشیاد عالمانو ګډه غونډه جوړیږی
دا غونډه د راتلونکې مارچ مياشتې په دويمه اونۍ کې پلان شوې ده، چې له هر هېواد څخه به ١٥ تنه ديني عالمان په کې ګډون کوي.
د افغانستان د پژواک خبری اژانس له راپور سره سم ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت د اندونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې د افغانستان، پاکستان او ندونيزيا دعلماوو ګډ کنفرانس جوړ شي.
يوې باوري سرچينې نن نوموړی اژانس ته وويل چې د دې غونډې جوړولو لپاره له څه مودې راهيسې هلې ځلې روانې وې.
سرچينه وايي چې د افغانستان د سولې عالي شورا د رييس په مشرۍ يو پلاوى څو مياشتې مخکې اندونيزيا ته د سفر پر مهال او کابل ته تېره مياشت داندونيزيا د ولسمشر د سفر پر مهال په دې اړه خبرې اترې شوې وې.
يادې سرچينې وويل، چې دا غونډه د راتلونکې مارچ مياشتې په دويمه اونۍ کې پلان شوې ده، چې له هر هېواد څخه به ١٥ تنه ديني عالمان په کې ګډون کوي.
سرچينه وايي، په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په تفصيل سره بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې شورا او علماوو شورا يو پلاوى څو ورځې مخکې اندونيزيا ته تللى وو او د دغه هېواد له چارواکو سره يې ليدلي دي.
د افغانستان حکومت او د سولې شورا تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.