هندي چارواکي له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66175-هندي_چارواکي_له_افغانستان_سره_د_اړیکو_پراختیا_ته_لیواله_دي
د هندوستان ولسمشر او وزیراعظم افغانستان د نوي ډیلي سټراټیجک شریک وباله او د کابل له حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2018 02:37 Asia/Kabul
  • هندي چارواکي له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دي

د هندوستان ولسمشر او وزیراعظم افغانستان د نوي ډیلي سټراټیجک شریک وباله او د کابل له حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.

د هند ولسمشر رام نات کوویند او وزیراعظم نریندر مودي پرون په نوي ډیلي کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا له مشر عبدا... عبدا... سره په جلاجلا کتنو کښې، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.

د هند وزیراعظم په دغه کتنه کښې وویل: افغانستان نه یوازې د هندوستان سټراټیجک شریک دی بلکې د دواړو هیوادونو تاریخي-کلتوري اړیکې د نوي ډیلي او کابل د هراړخیزو اړیکو د پراخیدو سبب شوې دي.

همداشان د هندوستان ولسمشر د افغانستان د اجرايي شورا د مشر په کتنه کښې وویل: نوی ډیلی په افغاسنتان کښې د صلحې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی.

په دغو ملاقاتونو کښې عبدا... عبدا... هم د اقتصاد په شمول مختلفو برخو کښې له هندوستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.