هندي چارواکي له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دي
د هندوستان ولسمشر او وزیراعظم افغانستان د نوي ډیلي سټراټیجک شریک وباله او د کابل له حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
د هند ولسمشر رام نات کوویند او وزیراعظم نریندر مودي پرون په نوي ډیلي کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا له مشر عبدا... عبدا... سره په جلاجلا کتنو کښې، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.
د هند وزیراعظم په دغه کتنه کښې وویل: افغانستان نه یوازې د هندوستان سټراټیجک شریک دی بلکې د دواړو هیوادونو تاریخي-کلتوري اړیکې د نوي ډیلي او کابل د هراړخیزو اړیکو د پراخیدو سبب شوې دي.
همداشان د هندوستان ولسمشر د افغانستان د اجرايي شورا د مشر په کتنه کښې وویل: نوی ډیلی په افغاسنتان کښې د صلحې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی.
په دغو ملاقاتونو کښې عبدا... عبدا... هم د اقتصاد په شمول مختلفو برخو کښې له هندوستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.