په افغانستان کښې د هند د نوي سفير ټاکنه
Mar 03, 2018 09:58 Asia/Kabul
د هند د بهرنيو چارو وزارت په ملګرو ملتو کښې د دغه هېواد پخوانے استازے په افغانستان کښې د هند د نوي سفير په توګه وټاکۀ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د هند د بهرنيو چارو وزارت نن وويل، وينای کُمار په افغانستان کښې د هند د نوي سفير په توګه منصوب شو.
دغه لوړ رتبه هندي ډېپلومېټ د مانپريت اوهرا ځاے نيسي چې له ۲۰۱۵ کال نه تراوسه يې دغه دنده په غاړه لرلې ده.
وينای کُمار له ۱۹۹۲ څخه د هند د بهرينو چارو په وزارت کښې د ډېپلومېټ په توګه فعاليت کړے دے او د دغه هېواد د خارجه وزرات د بيانيې له مخې هغه ډېر زر په افغانستان کښې خپل فعاليت شروع کوي.
ټیګونه