د افغانستان حکومت د انتخاباتو په کمیشن کښې دخالت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66933-د_افغانستان_حکومت_د_انتخاباتو_په_کمیشن_کښې_دخالت_کوي
په افغانستان کښې د شوې یوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د دغه هیواد د ولسي جرګې له نوي سلنه زیات غړي، د انتخاباتو د کمیشن په فعالیت کښې د حکومت په دخالت باوري دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 06, 2018 21:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د انتخاباتو په کمیشن کښې دخالت کوي

په افغانستان کښې د شوې یوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د دغه هیواد د ولسي جرګې له نوي سلنه زیات غړي، د انتخاباتو د کمیشن په فعالیت کښې د حکومت په دخالت باوري دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي دي: د دې نظر پوښتنې په هکله خپور شوي رپورټ کښې چې د (فیفا) په نوم د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د فاونډیشن لخوا ترسره شوې ده، همداشان د ولسي جرګې له ۹۰ فیصدو زیات استازي د انتخاباتو له کمیشن سره د ملي وحدت د حکومت چلند غیرقانوني ګڼي.

په یاده نظرپوښتنه کښې برخه وال ۵۴ سلنه استازي هم باوري دي چې د پارلیمان او ولایتي شوراګانو انتخابات به پر خپل ټاکلي وخت ترسره نه شي.