دطالبانو ډله دې دخبرواترو له فرصته سمه استفاده وکړی
په افغانستان کې د املګروملتو دماموریت مشر چې د دغې موسسې په امنیت شورا کې ئې وینا کوله ، زیاته کړې ، دسولې ټینګیدا او له سیال سره لیده کاته ، هوډ شهامت او په تیره بیا ملی اتحاد او یووالی ته اړتیا لری .
فرانس پریس خبری آژانس له نیویارکه راپور ورکړ په افغانستان کې د ملګروملتو دماموریت تادامیچی یاماماتو بیګا دطالبانو پر ډلې غږ کړی ، د نیغ په نیغه خبرواترو لپاره دې دکابل دحکومت وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی .
د دغه راپور په اساس یاماماتو په افغانستان کې د ملګروملتو د ځواک د ماموریت دتمیدیدیدا په مناسبت ووئیل ، د خبرواترو وړاندیز د کابل حکومت له خوا مطرح شوی ، دا دی اوس وخت رارسیدلی ،څو طالبان هم د کابل له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې اترې پیل کړی چې دافغان ملت کړاؤنه اودردونه ورسره پای ته ورسیږی .
په افغانستان کې د املګروملتو دماموریت مشر چې د دغې موسسې په امنیت شورا کې ئې وینا کوله ، زیاته کړې ، دسولې ټینګیدا او له سیال سره لیده کاته ، هوډ شهامت او په تیره بیا ملی اتحاد او یووالی ته اړتیا لری . هغه همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې سیاسی ثبات هراړخیزو خبرواترو ته اړتیا لری ، دافغانستان پر سیاسی مشرانو غږکړی ، ملی ګټو ته دې پر ګوندی او ګروهی ګټو ترجیح ورکړی .