وهابیت او HIV وایرس، د امریکې او لویدیځ دوه ډالۍ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68200-وهابیت_او_hiv_وایرس_د_امریکې_او_لویدیځ_دوه_ډالۍ
د افغانستان د روغتیا وزارت له مخې، یوازې په تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کښې په دغه هیواد کښې په ایډز ناروغۍ ۲۵۰ اخته موارد ثبت شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 07:55 Asia/Kabul
  • وهابیت او HIV وایرس، د امریکې او لویدیځ دوه ډالۍ

د افغانستان د روغتیا وزارت له مخې، یوازې په تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کښې په دغه هیواد کښې په ایډز ناروغۍ ۲۵۰ اخته موارد ثبت شوي دي.

د تهران د پښتو راډیو مبصر لیکلي که نن سبا له یوې خوا وهابي تکفیري تفکر چې د عربستان وليهد محمد بن سلمان یې په هکله له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې اعتراف وکړ او ویې ویل چې د ساړه جنګ په دوران کښې له ختیځ بلاک سره د مقابلې په موخه د امریکې او د هغې د انډیوالانو د ګټو په خاطر د عربستان لخوا پراخ کړی شو، او لکه څنګه چې ولیدی شول په تیرو څلویښتو کالو کښې یې په افغانستان او سیمه کښې لکه د وایرس وده وکړه او د القاعدې او داعش په شان ښکارندې یې وزیږولې او د مسلمانانو او اسلام د بدنامۍ سبب شو، له بلې خوا د افغانستان د روغتیا وزارت د رپورټ له مخې په دغه هیواد کښې په HIV  یعنې د ایډز په وایرس د ککړو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی. د دغې وزارتخانې په وینا، نن سبا په افغانستان کښې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر چې ثبت شوي دي، کابو اوه نیمو زرو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون په همدې هکله یوه غونډه کښې وویل: مهاجرتونه او د سواد او پوهې ټیټه سویه په افغانستان کښې په HIV وایرس د ککړو خلکو د شمیر د زیاتیدو له لاملونو دي. په همدې وجه پکار ده چې د ټولنې په مختلفو کچو د پوهو او په ټولنه کښې د اغیزه لرونکو کسانو له خبرو او پیغامونو ګټه پورته کړی شي څو په دې لړ کښې د خلکو پوهه زیاته شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت له مخې، یوازې په تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کښې په دغه هیواد کښې په ایډز ناروغۍ ۲۵۰ اخته موارد ثبت شوي دي. د نشه ایزو توکو استعمال، بې روزګاري، کډولۍ، خلاص سرحدونه او داسې نور مسائل د دې وژونکې ناروغۍ د زیاتیدو له عواملو بلل شوي دي. البته دا وایرس د ناروا جنسي اړیکو، په دې وایرس او مایکروب باندې د ککړو سرنجونو په ګډه له کارولو او همداشان بل کس ته په ایډز د اخته کس د وینې د ورکړې له لارې خوریږي.

مونږ د تکفیریت چې له وهابیته سرچینه اخلي او همداشان د ایډز د وایرس په هکله د ټیلیفون له لارې د افغانستان د تکړه لیکوال او محقق ښاغلي نجیب منلي صیب نظر معلوم کړ  چې دوي په ځواب کښې وویل: لکه څنګه چې د عربستان ولیعهد په دې چارې داده شو او د دغه هیواد رژيم چې د پخواني استعمار (انګلستان) د پروګرام له مخې د عثماني امپراطورۍ د پرزولو لپاره د وهابیت د تفکر په کارولو سره په جزیرة العرب واکمن شو، په شلمه پیړۍ کښې له شوروي سره په جنګ کښې هم د هغه خلاف د امریکې او لویدیځ لخوا استعمال شو.

هغه همداشان زیاته کړه چې د وهابیت تفکر درې پیړۍ مخکښې د سوچه محمدي اسلام د خرابولو لپاره د انګلستان لخوا د محمد بن عبدالوهاب په نامه یو کس لخوا د ابن تیمیه د تفکراتو په بنیاد رامینځته شو او اسلامي ټولنه کښې خپور شو. استعمار ترې هم په نولسمه پیړۍ کښې ګټه پورته کړه او هم یې په شلمه پیړۍ کښې له شوروي سره د جنګ په بهیر کښې وکاروه او په تیرو څلویښتو کلونو کښې یې په پاکستان کښې د وهابي تفکر په اساس زرګونه دیني مدرسې جوړې کړې او نن سبا یې دومره وده کړې ده چې د خپلو بادارانو او خالقانو لپاره هم په ګواښ بدل شوی دی. نو په دې وجه اوس خپله د ټرمپ اشنا، بن سلمان د هغه په حکم وايي چې باید دا تفکر کنټرول کړی شي.

ښاغلي نجیب منلي همداشان د HIV وایرس په هکله د افغانستان د روغتیا وزارت د رپورټ په هکله وویل: دوه ستر عوامل په افغانستان کښې د دې خطرناک وایرس د خپریدو سبب شوي دي. وړومبۍ د افغانانو له حده وتلې مهاجرت چې په دغه وایرس له ککړو کسانو سره د تماس سبب کیږي او دویم په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو د تولید پراختیا ده چې په تیرو څو کلونو کښې له دریو میلیونو زیات افغانان د بې وزلۍ، بې روزګارۍ او له بهر څخه د ناکامې ستنیدنې په وجه په نشه ایزو توکو روږدي شوي دي او د دې کار لپاره مشترک ککړ سرنجونه استعمالوي.

ښاغلي نجیب منلي څرګنده کړه: په خواشینۍ سره د وهابیت او تکفیریت دا دواړه ښکارندې په اتیایمه لسیزه کښې او همداشان HIV وایرس د یوویشتمې پيړۍ په وړومبیو اولسو کالو کښې د امریکې او لویدیځ د ګټو په خاطر د افغانستان ټولنې او همداشان ټولې سیمې ته ډالۍ شوي دي.

********////////////********