په کندهار ولایت کښې د کرکټ معياري لوبغالی جوړ شو
د افغانستان په کندهار ولایت کښې د کرکټ معياري لوبغالی د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل شو.
له کندهاره زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ياد لوبغالي په پرانيستغونډه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د هند سفیر منپريت وهرا، د اقتصاد وزارت مرستيال، د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، د ولایتي شورا رئيس، ملي سوداګرو او زيات شمېر لوبغاړو ګډون کړی وو.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په غونډه کي د هندوستان هيواد حکومت څخه مننه وکړه چي د کرکټ لوبغاړو لپاره يې په کندهار کي يې معیاري لوبغالی جوړ کړ.
ښاغلي ویسا وويل، په دې سره به کرکيټران لا هم ښه وروزل شي او د کرکټ په برخه کي به ډېر پرمختګ وکړي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي په خپلو خبرو کي د هندوستان هيواد له نورو مرستو څخه چې د افغانستان سره يې کړي هم مننه وکړه.
په غونډه کي د هند هيواد سفیر منپريت وهرا هم په خپلو خبرو کي د ياد لوبغالي مبارکي ټولو افغانانو ته وویله او د کرکټ په برخه کي يې د لا زياتو همکاريو ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي وهرا وويل، ډېر ژر به د کندهار د کرکټ لوبغالي سره نژدې ميلمستون او جېم هم جوړ کړي.
د هند سفير په خپلو خبرو کي د کرکيټ په برخه کي د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې وستايلې او وې ويل چي د افغانستان ملي ټيم به ډېر ژر د هندوستان هيواد د ملي ټېم سره ټيسټ لوبه وکړي.
هغه همداراز ژمنه وکړه چي هيواد به يې په افغانستان کي د کرکيټ دوه نور لوبغالي هم جوړ کړي.
په غونډه د اقتصاد وزارت مرستيال او د کندهار ولایتي شورا رئيس هم د هندوستان هيواد له لوري د کرکټ د ياد لوبغالي جوړېدل وستایل او مننه يې ځني وکړه.
له غونډي وروسته کندهار والي تورن جنرل زلمي ویسا، په افغانستان کي د هند هيواد سفير منپريت وهرا، امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق او نورو مشرانو د کرکټ نوی لوبغالی د پټۍ په پرېکولو سره پرانیست.
باید وويل شي چي د ياد لوبغالي پر جوړېدو۶ لکہ ۹۸۰۰۰ امريکايي ډالره مالي لګښت راغلی او د ۱۶ مياشتو په موده کي يې د جوړېدو چاري بشپړي شوې.