وهابیّت د امریکائی استکبارپه لاس راپنځول شوی دی
په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې د تکفیر اووهابّیت ډیره وده کړې او داسلام اومسلمانانو دبدنامولو لپاره د القاعدې اوداعش په څیر د تکفیری ترهه ګرو ډلو سرچینه شوی دی .
زمونږو خبریال راپور راکړ دافغانستان د عالمانو شورا مشر مولوی خداداد صالح د دغه هیواد دلویدیځی حوزې دعالمانو په غونډې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، وهابیّت دنړۍ په مسلمانانو کې د درز اوتفرقې داچونې په موخې سره راپنځول شوی دی او دغه ګمراه فرقه حتی د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د سنت هم سپکاوی کوی .
دافغانستان دلویدیځ د عالمانو دشورا مشر روښانه کړې ، دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان منلې ده ، چې امریکا دغه هیواد ته د وهابیّت د دودولو لپاره پیسې ورکولې او دوی دغه کار ددې لپاره کړی ، چې امریکا او لویدیځ ته ئې ضرورت ؤ .
هغه همداراز وئیلی دی ، وهابیانو ته به هیڅکله هم اجازن ورنکړی ، چې د افغانستان په لویدیځی حوزې کې په تیره بیا هرات کې تبلیغاتی فعالیتونه و کړی .
په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې د تکفیر اووهابّیت ډیره وده کړې او داسلام اومسلمانانو دبدنامولو لپاره د القاعدې اوداعش په څیر د تکفیری ترهه ګرو ډلو سرچینه شوی دی .
د افغانستان یوه تکړه څیړاند او لیکوال نجبی منلی هم له مونږ سره په مرکې کې وئیلی دی ، د وهابیّت تفکر دعثمانی امپراطورۍ د نسکورولو لپاره پر عربی ټاپو وزمې حاکم کړائ شو ، او دغه راز په شلمې پیړۍ کې له شوری سره په جنګ کې هم په ا فغانستان کې امریکا ترې ډیره زیاته استفاده وکړه .