په افغانستان کې د داعشی ترهه ګرو پراختیا داندیښنې لامل ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68806-په_افغانستان_کې_د_داعشی_ترهه_ګرو_پراختیا_داندیښنې_لامل_ده
داعش ترهه ګرې ډلې څه موده مخکې دیوې ویډیوئی اعلامیې په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتی وو ، چې له ماتې وروسته له سورئې اوعراقه دې افغانستان ته سفر وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعشی ترهه ګرو پراختیا داندیښنې لامل  ده

داعش ترهه ګرې ډلې څه موده مخکې دیوې ویډیوئی اعلامیې په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتی وو ، چې له ماتې وروسته له سورئې اوعراقه دې افغانستان ته سفر وکړی .

  تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ډ افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړو   وئیلی دی ، پاکستان  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  هغه کابو اته زره  ورانکار ترهه ګر چې  دسورئې په جنګ  کې ئې ماته خوړلې ،  د افغانستان شمال ته منتقل کړی دی.

 د افغانستان په ولسی جرګې کې  دکابل د  خلکو استازې  کبری مصطفوی  په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په افغانستان کې د داعشی تکفیریانو  د فعالیتونو پراختیا   د دغه هیواد  نسبی امنیت اوثبات  له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

    په  ولسی جرګې  کې دننګرهار د ولس  استازی ظاهر قدیر هم وئیلی دی ،  په داسې حال کې چې طالبان  دامنیتی ځواک   له حملو سره  مخامخیږی ،  خو  د داعش ترهه ګرې ډلې  په وړاندې هیڅ ډول  عملیات نه کیږی .

 له دې مخکې هم  د روسیې دفیډرل  امنیتی ادارې  مرستیال سرګئ سمیرنوف  هم    د داعشی ترهه ګرو د فعالیتونو په پراختیا په اندیښنې ښودلو سره   افغانستان ته  له سورئې د   د غې ترهه ګرې ډلې د  کابو اته زره ترهه ګرو اوجنایتکارو د منتقلولو  خبر ورکړی ؤ .

 داپه داسې حال کې دی ، چې  داعش ترهه ګرې ډلې  څه موده مخکې   دیوې ویډیوئی  اعلامیې په خپرولو سره له خپلو پلویانو غوښتی وو ، چې  له ماتې وروسته   له سورئې اوعراقه  دې  افغانستان ته سفر وکړی .