له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ روانه ده
ترکیې د روانې اونۍ په پیل ۲۲۷ افغان کډوال ایستي او کابل ته یې لیږلي دي او رپورټونه وايي چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کښې درې زره نور هم وباسي.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائیه مشر عبدا... عبدا... وویل: خپل هیواد ته د افغان کډوالو په خپله خوښه د ستنیدو لپاره د ترکیې له حکومت سره د شوې موافقې سره سره، دغه کډوال له ترکیې څخه په زوره ایستل کیږي.
په عین حال کښې په ترکیه کښې استوګن یو افغان مهاجر دویچه وله ته وویل: خپل هیواد ته د افغان کډوالو ستنیدو په خپله خوښه نه دي او د انقرې حکومت یې په زوره وباسي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکومت هم په دې لړ کښې له ترکیې سره ملګرتیا او مرسته کوي.
ترکیې د روانې اونۍ په پیل ۲۲۷ افغان کډوال ایستي او کابل ته یې لیږلي دي او رپورټونه وايي چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کښې درې زره نور هم وباسي.