کابودرومیلیون افغان کډوالوته دخدماتو وړاندې کول دایران یوویاړدی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69216-کابودرومیلیون_افغان_کډوالوته_دخدماتو_وړاندې_کول_دایران_یوویاړدی
میرمن کوفی له افغان کډوالو سره دایران داسلامی جمهوریت دحکومت او ولس د ښه چلند په تیره بیا په تحصیلی زمینې کې دمناسبتو شرائطو د رامینځة کولو په قدرونې سره زیاته کړې ، هیله مند یوو چې د دواړو هیوادونو کلتوری ملګرتیاوې زیاتې شی ا و دهغو کسانو لپاره د تحصیلی بورسیّو څخه داستفادې شرائط چې په افغانستان کې دی هم برابر شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 15, 2018 13:42 Asia/Kabul
  • کابودرومیلیون افغان کډوالوته دخدماتو وړاندې کول دایران یوویاړدی

میرمن کوفی له افغان کډوالو سره دایران داسلامی جمهوریت دحکومت او ولس د ښه چلند په تیره بیا په تحصیلی زمینې کې دمناسبتو شرائطو د رامینځة کولو په قدرونې سره زیاته کړې ، هیله مند یوو چې د دواړو هیوادونو کلتوری ملګرتیاوې زیاتې شی ا و دهغو کسانو لپاره د تحصیلی بورسیّو څخه داستفادې شرائط چې په افغانستان کې دی هم برابر شی .

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن مشرعلاءالدین بروجردی نن په تهران کې د افغانستان د پارلیمان د میرمنو،بشری حقوقو اومدنی ټولنې دکمیشن له مشرې میرمن فوزیه کوفی سره په کتنې کې ووئیل  ایران او افغانستان  د اسلامی امت دیوې برخې په توګه  داسې ګډې ګټې لری،چې  د امنیت  د ټینګیدا اوپراختیا په سیوری کې ترلاسه کیدلی شی . 

 هغه  دافغانستان په شمول  په سیمې کې موجوده شخړې او ترینګلتیاوې،په اسلامی نړۍ کې د نښتو درامینځةکولو لپاره دامریکااو دهغې د لویدیځی متحدانو د لاسوهونکو سیاستونو له امله وبللې .

 دافغانستان د ولسی جرګې د میرمنو او بشری حقوقو د  چارو د  کمیشن مشرئې  میرمن فوزیه کوفی  هم په دغې کتنې کې  دایران او افغانستان په ژبنی او کلتوری مشترکاتو  باندې په ټینګار سره  ووئیل ،  افغانستان   د کلتوری اوګاونډیتوب دژورومشترکاتو په سبب او همداراز په یوه مهم سیمه ایز مقام کې دایران د واقع کیدا  په دلیل ،  له اسلامی ایران سره   په بیلابیلو زمینو کې  د اړیکو له پراختیا سره دلچسپی لری .