د نوم لیکنې د پروسې ناکامي سیاسي حالت ګواښي
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدا... عبدا... نن د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ټکني بهیر په اړه د بحث په موخه د وزیرانو شورا فوق العاده ناسته را غوښتې وه.
عبدا... عبدا... نن د وزیرانو شورا په دې فوق العاده ناسته کې د ټاکنو په تړاو د نوم لیکنې له سست بهیره خپله سخته اندېښنمنه څرګنده کړه.
هغه وویل که د نوم لیکنې پروسه ناکامه شي، نو سیاسي حالت به له ګواښ سره مخ شي.
اجراییه رییس په دې ناسته کې چې د ولایاتو له مسؤلینو سره هم ویډیويي انلاین و، ټاکنیز کمیسیون ملامت کړ چې د عامه پوهاوي په برخه کې پاتې راغلی دی.
عبدا... عبدا... وویل لا هم هیله لري چې د نوم لیکنې لړۍ په بریا سره پای ته ورسېږي.
د نوم لیکنې لړۍ چې د پیلیدو یې یوه اوونۍ تېرېږي، ټکني بهیر يې لوړپوړي او ټيټ پوړي حکومتي چارواکي اندېښمن کړي دي.
محمد اشرف غني هم تېره پنجشنبه په همدې تړاو خپله اندېښنه په ډاګه کړه او د مسجدونو پر امامانو يې غږ وکړ، چې د دوی مرسته وکړي.
عبدا... عبدا... د مخابراتو پر وزارت هم غږ وکړ، چې د خلکو په پوهاوي او د نوم لیکنې په تړاو په تبلیغاتو کې د ټاکنیز کمیسیون ملاتړ وکړي.
اجراییه رییس ټینګار وکړ، چې د نوم لیکنې شفافه پروسه او د رایه ورکوونکو د نوملړ برابرول د ټاکنو په شفاف ډول ترسره کېدو کې مرسته کولی شي.
په ورته وخت کې د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم ویلي، چې د نوم لیکنې په برخه کې د خلکو کم ګډون د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راوستلی شي.
د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده ويلي، چې د خلکو د کم ګډون علت دا دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې پروسې ته بشپړ چمتووالی نه درلود.
د هغه په خبره د تیارۍ د دې نشتوالي له امله امنیتي بنسټونه هم د نوم لیکنې د مرکزونو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.