امریکا غواړی په افغانستان کې جنګ جګړې دوام وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69700-امریکا_غواړی_په_افغانستان_کې_جنګ_جګړې_دوام_وکړی
حاجی صیب زیاته کړې ،ترڅو چې دافغانستان ولس سره متحد او یوموټی نه شی ، او دسیمې او نورو اسلامی هیوادونه ورسره مرستې ونه کړی ، هیڅکله به هم په دغه هیواد کې سوله اوامنیت ټینګ نشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 22, 2018 15:45 Asia/Kabul
  •   امریکا غواړی په افغانستان کې جنګ جګړې دوام وکړی

حاجی صیب زیاته کړې ،ترڅو چې دافغانستان ولس سره متحد او یوموټی نه شی ، او دسیمې او نورو اسلامی هیوادونه ورسره مرستې ونه کړی ، هیڅکله به هم په دغه هیواد کې سوله اوامنیت ټینګ نشی .

 دافغانستان  دولسی جرګې یوه غړی  حاجی محمد سرور عثمانی فراهی   له مونږ سره په  مرکې کې  ټینګار کړی ، امریکا په افغانستان کې د جنګ  جګړو اوناکراریو د  دوام هڅه کوی، ځکه یوازې  له دې لارې  په دغه هیواد کې د خپلو سپیرو او پراختیا غواړو  موخو ته رسیدلی شی ، خو دافغانستان ولس به ورته د دغه ډول کارونو اجازت ورنکړ.

 دافغانستان د ولسی جرګې دغه  غړی  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا هیڅکله هم  افغانستان نه نه ووځی ،   روښانه  کړې ،  امریکایانو  په افغانستان کې  دپوځی  مرکزونو په جوړولو سره   پخپلو سټراټژیکو  موخو فکر کوی  او  افغانان او دهغوی مشکلاتو  دغو نیواکګرو ته  هیڅ  اهمیّت نه لری .

 حاجی صیب  زیاته کړې ،ترڅو چې  دافغانستان ولس سره  متحد او یوموټی نه شی ،  او دسیمې  او نورو اسلامی هیوادونه   ورسره مرستې ونه کړی ، هیڅکله به  هم په دغه هیواد کې سوله اوامنیت ټینګ نشی .

 حاجی عثمانی فراهی  همداراز د راتلونکی جون میاشت په شلمه نیټه  د  دافغانستان د پارلیمانی اوولایتی  شوراګانو د انتخاباتو  لپاره د نامو دثبتولو  له پروسې د  د غه هیواد د ولس  ډیر سوړ  اوکمزوری هرکلی ته په اشارې سره  د دې   علتونه ،  پر  حکومت دخلکو بې باؤری ،   دطالبانو  ګواښونه او   د ځینو ګوندونو له خوا د  دغو انتخاباتو بائیکاټول  وبلل .