د افغانستان د انتخاباتو خونړۍ پروسه
د افغانستان مظلوم خلک د انتخاباتو له ترسره کیدو نهه میاشتې مخکښې هم مجبور دي چې په صفونو کښې ودریږي او له ترهګرو بریدونو سره مخ شي او په خاورو او وینو کښې ولغړیږي.
د تهران راډیو سیاسي مبصر لیکي چې کابل پرون یوځل بیا ویرجن شو. د یوې ځانمرګې حملې له امله لسګونه کورنۍ په غم ککړې شوې. پر کابل سربیره د افغانستان د شمال په بغلان ولایت کښې هم په یوه چاودنه کښې د ښځو او ماشومانو په شمول پنځو تنو سرونه بایلل. دغه ټول وژل شوي کسان که په کابل کښې وو او که په بغلان کښې، د انتخاباتو لپاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د پروسۍ قرباني شول.
د افغانستان مظلوم خلک د انتخاباتو له ترسره کیدو نهه میاشتې مخکښې هم مجبور دي چې په صفونو کښې ودریږي او له ترهګرو بریدونو سره مخ شي او په خاورو او وینو کښې ولغړیږي. د افغانستان حکومتي چارواکي هم هغه زړې لاپې تکراروي او د بریدګرو له غندلو نه علاوه دا هم وايي چې جنایتکاران په خپلو دا ډول کړنو سره د انتخاباتو د پروسې مخه نه شي نیولی.
دا چې دا ډول بریدونه چې ملکي وګړي پکښې وژل کیږي، که هرڅومره هم وغندل شي، بیا یې هم غندنه کمه ده. دې ته د انساني وژلې او جنایت پرته بل نوم نه شو ورکولی او دا ډول حملې هیڅکله د توجیه وړ نه دي، د دې جنایت ترسره کونکي به یوه ورځ خامخا خپل انجام ته رسي خو دې چارې ته باید لږ پام وشي چې د افغانستان حکومت چې د نوم لیکنې د یوې ساده پروسې امنیت نه شي تامینولی، د انتخاباتو د ورځې امنیت به څنګه ټینګ کړي چې په ټول هیواد کښې به د رایه ورکونې په مرکزونو کښې زرګونه او میلیونونه کسان په صفونو کښې ولاړ وي. اوس به خلک څنګه باور وکړي چې که د رایې ورکونې په نیت له کوره ووځي نو ژوندي به ستانه شي او که نه؟ که په امنیتي برخه کښې د حکومت دا بې کفایتي وي نو دا یوه ستره غمیزه ده او که دوام ومومي نو ډیر خلک به پکښې ووژل شي. که ناامني او د حکومت ناتواني د یوې بلې دسیسې نښه وي نو دا بیا یوه بله ستره لوبه ده چې لازیاتې سترې او خواشینونکې غمیزې به رامینځته کړي.
څه موده مخکښې د امریکايي چارواکو او د افغانستان د سیاسي او جهادي شخصیتونو ترمینځ د قیادي شورا بحث مطرح شو. دلیل یې دا وړاندې کوه چې که د د امنیتي وضعې له امله د انتخاباتو (البته د ولسمشریزو انتخاباتو) د ترسره کیدو امکان نه وينو د یوې قیادي شورا له لارې باید د اوسني حکومت موده تمدید شي او دا قیادي شورا به د تمدید شوي حکومت د رواوالي عامله وي.
خدای دې وکړي چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پر پروسې د وروستیو ترهګرو حملو هدف، د دغې طرحې د عملي کولو لپاره د پلمو برابرول نه وي. ممکنه ده چې د افغانستان حکومت خپله په دغه پروسه کښې لاس ولري. د دې کار لپاره د حکومت بې کفایتي او ناتواني پوره ده. لرې ښکاري چې داسې یو نااهل حکومت دا ډول پيچلې دسیسې پلان او عملي کړي خو شک نشته چې په افغانستان کښې روانې ټولې بدبختۍ د ستر استعمار (امریکې) د غټې لوبې برخه ده چې استخبارات یې پر مخ بیايي او دا استخباراتي ادارې هر ډول جنایتونه ترسره کولی شي. البته د افغانستان حکومتي چارواکي دا وړتیا نه لري چې په سیاسي معاملاتو کښې په اصولو پابند ووسي او له اساسي قانونه د وتلي دوه سري حکومت جوړول یې ژوندی مثال دی. که څه هم دا تجربه ناکامه ده خو دا چارواکي یې په هر قیمت جاري ساتل غواړي. که د اصولو خبره وی یا له خلکو سره د اخلاص خبره وی نو چارواکي باید ډیر مخکښې پر خپلې ناتوانۍ او بې کفایتي داده شوی وی او حاکمیت به یې خلکو ته سپارلی و څو د خپل راتلونکي په هکله یې خبرې اترې او فیصله کړې وی.