معترضو افغانانو د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر وتړه
لسګونو افغان اعتراض کوونکو د خپلو غوښتنو تر منلو پورې په غزني ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ځايي دفتر تړلى دى.
دوى له تېرو څو ورځو راهيسې د دغه دفتر مخې ته د اعتراض خېمه درولې وه او ګواښ يې کړى و چې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به دغه دفتر وتړي.
په غزني کې د علماوو شورا ريیس مولوي محمد اسماعیل وايي چې تر هغه به په غزني کې یاد دفتر تړلی وي ترڅو چې د دوي غوښتنې نه وي منل شوې.
د پژواک خبري اژانس په لیکنه هغه وويل چې دوى حوزوي ټاکنې غواړي، په تذکرو کې دې سټېکر نه لګول کېږي، د ټاکنو کمېسيون د ځايي دفتر ګومارنې نه مني او د بند شوو سايټونو خلاصولو غواړي.
د غزنه باستان شورا په استازیتوب محمد اسماعیل خنجر ادعا چې تېر ځل له دغه ولايته يواځې له يوه قوم څخه وکيلان ولسي جرګې ته بريالي شوي وو؛ ځکه چې په نورو سيمو کې ټاکنې نه وې ترسره شوې.
د هغه په وينا، که چېرې په دغه ولايت کې ټاکنې حوزوي نه شي، نو بيا به دوى له خپل حق څخه محروم پاتې شي.
نوموړی وايي چې نن يې د ټاکنو کمېسیون تړلى او دا به تر هغه تړلی وي چې غوښتنې يې نه وي منل شوې.
د پښتون اباد شورا ريیس حاجې زین الدین وايي، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نه یوازې د ټاکنو کمېسیون به خلاص نه کړي، بلکې ټاکنې به هم تحريم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د غزني والي عبدالکریم متین له اعتراض کوونکو غوښتنه کړې وه چې د غويي میاشتې تر ۹ مې نېټې دې صبر وکړي او د ټاکنو کمېسیون دې نه تړي.
هغه وايي چې د غزني له خلکو سره ولاړ دی او غوښتنې يې پر ځای دی.