د اساسی قانون په رڼاکې به د سردار داوود هیلې پوره شی
اشرف غنی د سردارمحمد داوود خان د ښېګڼو په اړه وویل،هغه پاک نفس درلود، بیت المال یې د ملت مال ګڼلو او دهغه له شهادت وروسته داسې کوم سند نشته چې هغه دې له دولتی منابعو څخه ناوړه استفاده کړی وی.
زمونږخبریال دپژواک خبری سایټ له قوله راپور راکړ دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د لومړی ځل لپاره د سردارمحمد داوود خان څلوېښتم تلین په حکومتی سویه ولمانځۀ .
له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه نېټه سهار د پوځ یو شمېر کسانو پر سردار داوود خان کودتاه وکړه او ارګ یې بمبار کړ، چې له امله یې هغه د کورنۍ ګڼ شمېر غړو سره ووژل شو.
په دغو مراسمو کې چې نن د افغانستان د ملی ریډیو تلوېزون په تالار کې د یو شمېرحکومتی چارواکو او سیاسی شخصیتونو په ګډون جوړ شوی وو، د افغانستان ولسمشراشرف غنی پخپلې وینا کې وویل، داوودخان او کورنۍ یې د ثور د اوومې د کودتا لومړنی قربانیان وو چې اغیزې ئې تر اوسه هم لېدل کېږی.
هغه، غازی امان ا....خان او سردارمحمد داوود خان په افغانستان کې د شلمې پېړۍ غوره شخصیتونه وبلل او زیاته یې کړه: "هغوی ډیرې هڅې وکړې څو په افغانستان کې بدلونونه راولی ،خو د هغوی فصلونه ناتمامه پاتې شول.
اشرف غنی وئیلی ، د افغانستان ځوان او راتلونکی نسل لپاره د شهید داوود خان پیغام مینه او وطندوستی وه اوټول باید اوس تر ۲۰۴۷ کال پورې د غازی امان ا... خان او سردارمحمد داوود خان د ناتمامو فصلونو د بشپړولو لپاره، اجماع ته ورسېږی.
هغه د هېواد د اساسی قانون په رڼا کې د داوودخان د هیلو پر تحقق ټینګار وکړ ویې ویل، افغانستان د دې هیلو د تحقق له لارې ژوندی کېږی او دا د ټولو خلکو غوښتنه ده، سوله د افغانستان د خلکو حیاتی اړتیا ده او په دې برخه کې اجماع شته او په دې لار کې هېڅ خنډ نه منو.هغه دغه راز روښانه کړې ، د ثبات، هوساینې او عدالت لپاره ملی اراده موجوده ده او د یوه ولسواک نظام د لرلو لپاره باید هېڅ شک او شُبه موجوده نه وی، او افغانستان یواځې د اساسی قانون په رڼا کې ثبات او هوساینې ته رسېدلی شی.
اشرف غنی د سردارمحمد داوود خان د ښېګڼو په اړه وویل،هغه پاک نفس درلود، بیت المال یې د ملت مال ګڼلو او دهغه له شهادت وروسته داسې کوم سند نشته چې هغه دې له دولتی منابعو څخه ناوړه استفاده کړی وی.
ده زیاته کړه : "زمونږ سیاسیپرګنه باید په دې پوهه شی چې نظام د خلکو وسیله ده نه دا چې خلک دې د نظام وسیله وی، مونږ باید فکری خپلواکی ولرو ، ځکه له دې پرته مونږ اجماع ته نه شو رسېدلی.