پاکستان دې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته وهڅوی
د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې پخلی کړی ، چې طالبان باید دغه فرصت له لاسه ورنکړی او دافغانانو په مشرۍ د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلی ځکه د افغانستان سوله او د جګړې غځول د طالبانو په لاس کې دی.
زمونږخبریال دخبرو افغان خبری سرچینو له قوله راپور راکړ د بلجیم په مرکز بروکسل ښار کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانوپه پرونۍ غونډې کې پر پاکستان غږ کړی ،چې له نفوذه په استفادې سره دې دطالبانو ډلې مشران له افغان حکومت سره خبرواترو او روغې جوړې ته وهڅوی .
راپورښئ په دغې غونډې کې ګډون کونکو دافغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا طالبانو ته د سولې له کوم شرط پرته د وړاندیز ملاتړ وکړ او او دغه راز ئې وئیلی دی ، د سیمې هیوادونه د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول لوبولی شی.
د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې پخلی کړی ، چې طالبان باید دغه فرصت له لاسه ورنکړی او دافغانانو په مشرۍ د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلی ځکه د افغانستان سوله او د جګړې غځول د طالبانو په لاس کې دی.
دوی وویل، باور لری چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولې شی او پاکستان باید طالبان وهڅوی چې د جګړې پرځای سوله وکړی.
ددغې غونډې په اعلامیې کې وئیل شوی دی ، په روان او راتلوونکی میلادی کلونو کې د افغانستان پارلمانی او د ولسمشرۍ ټول ټاکنې د سولې او ثبات په برخو کې مهم رول لرلی شی او د یموکراسئ یو اصل دی.
د دوی په وینا ناټو د افغانستان د ټاکنو کمیشن له خوا د ټاکنو د نېټې د اعلان ملاتړ کوی او په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت لپاره له افغانستان سره خپلو مرستو او مشورو ته دوام ورکوی، تردې چې افغان ځواکونه د ترهګر پر وړاندې مبارزه وکړائ شی.